"طالبانو په غزني کې ۷۰ کسان وژلي"

Image caption اجرستان د غزني له مرکز نه ۱۲۰ کیلیومتره لرې پرته ولسوالي ده

د افغانستان د غزني ولایت چارواکي وايي، د طالبانو په یو لوی چپاو کې د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې لسګونه کسان وژل شوي او جګړه لا روانه ده. د غزني امنیه قومندان زړه ور زاهد بي بي سي ته وویل، وسله والو طالبانو د دغه ولایت پراجرستان ولسوالۍ د یوه لوی برید هڅه وکړه خو وايي، له پلازمېنې کابل نه د ځمکني او هوايي مرستې په رسیدو سره په دې بریالي شوي، چې برید کوونکي په شا وتمبو. د نوموړي په وینا، د حکومت مخالفانو د دغې ولسوالۍ پر کلیو بریدونه کړي، او وايي، ولسي وګړو ته یې د سر او مال زیان اړولی دی. نوموړی وايي، امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی او وايي، له دې کبله چې جګړه لا هم دوام لري کلیوالو ته د اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات نه شته.

بل خوا د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي بي بي سي ته وویل، د تیرو دوو اونیو په جګړو کې له ۷۰ ډیر کسان وژل شوي دي.

نوموړی وايي، وروسته له هغه چې وسلوالو طالبانو د اجرستان ولسوالۍ ځینې کلي لاندې کړل نو شاوخوا ۷۰ کورونه یې وسوځول.

چارواکي وايي، د دولت سره د ملاتړ په تور وسلوالو طالبانو له ۱۵ کسانو سرونه پرې کړي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

رپوټونه وايي، ډیری وژل شوي د سیمه ییزو او ملي پولیسو د کورنیو غړي دي.

د غزني د والي مرستیال وايي، طالبانو درنې او پرمخ تللې وسلې لرلې او چې مرستندویه ځواک اجرستان ته ورته، نو په لاره کې د بریدونو او خښو شو ماینونو سره مخامخ شو چې د وړاندې تګ مخه یې ډب شوه.

د غزني د والي ویاند شفیق ننګ بي بي سي ته وویل، د غزني د پولیسو قومندان د جګړې سیمې ته نژدې وررسېدلی خو وايي که هوايي ملاتړ یې ونه شي اجرستان به د دولت له لاسه ووځي.

له بلې خوا د غزني ولایتي شورا مشر عبدالجامع جامع بي بي سي ته وویل، هغه معلومات چې د اجرستان ولسوالۍ له امنیتي چارواکو او خلکو یې تر لاسه کړي ښيې چې شاوخوا ۱۰۰ کسان د اجرستان ولسوالۍ د محمد خیلو په کلي کې وژل شوي دي.

د غزني د ولایتي شورا مشر بي بي سي ته وویل، دوی دوې اونۍ مخکې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته د اجرستان ولسوالۍ د خطرناک وضعیت په اړه خبر ورکړی و.

تېره اونۍ د غزني د والي مرستیال تاييد کړې وه چې طالبانو د غزني ولایت د پنځو ولسواليو د تګ راتګ لارې په ماینونو ډکې کړې دي.

ولسي جرګې کې د غزني استازي عارف رحماني د ولایتي شورا د مشر جامع د خبرو پخلی کوي او وايي، امنیتي ځواکونو په وخت ګام نه دی پورته کړی.

اجرستان د غزني یوه تر ټولو لرې پرته ولسوالي ده چې د غزني له مرکز نه ۱۲۰ کیلومتره لرې او د ارزګان د لویدیځ او د دایکندي له شمال سره نښتې ده.

په تیر و کلونو کې د طالبانو پراخ شته والی په دغه ولسوالۍ کې وو او څو ځلې یې د اجرستان د ولکه کولو هڅې کړې دي.

ورته مطالب