کومانډو د غزني د اجرستان د سقوط مخه ونیوه

Image caption په تېر و کلونو کې په دې ولسوالۍ کې طالبان په خلاص لاس ګرځېدل، چې څو ځلې یې د ولسوالۍ د نیولو هڅې هم کړې دي.

د افغانستان سوېلي غزني د والي ویاند وايي، ددغه ولایت اجرستان ولسوالۍ ته د ځانګړو افغان ځواکونو له رسېدو وروسته هلته وضعیت ښه شوی او د ولسوالۍ د سقوط وېره کمه شوې ده.

محمد علي احمدي بي بي سي ته وویل، تېره ورځ مازدیګر پنځه بجې سیمې ته کومانډو ځواکونه راورسېدل، او ددغې ولسوالۍ کلابندي یې ماته کړه.

نوموړی وايي، تر کلابندۍ ماتېدو وروسته د هزاره ګانو په سیمه کې سیمه ییز پولیس هم له ګومانډو سره یوځای شول، چې تر لسو ساعتونو پورې چاڼیزو عملیاتو دوام وکړ.

احمدي زیاتوي، وسله وال پسې واخیستل شول، خو د خلکو پر کورونو ننوتل او له هغوی یې د ډال په توګه ګټه واخیسته.

د غزني د والي ویاند وايي، په دې نښته کې ۱۵ وسله وال مخالفان ټپیان شول، چې د دوو بهرنیو جنګیالیو ټپي کېدل هم پکې تایید شوي.

محمد علي احمدي وايي، تر جګړې وروسته وسله وال اخوندخېلو، یحیی خېلو، محمد خېلو او هزارګي کلیوالو سیمو ته ولاړل او هلته یې پښې ټینګې کړې.

دی ټینګار کوي، چې د افغانستان کومانډو ځواکونه لاهم په سیمه کې د وسله والو پر چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.

احمدي وايي، لاهم جګړه دوام لري، خو د غزني امنیه قومندان چې د اجرستان او ناورو ولسوالیو ترمنځ په کوتل خون سیمه کې بند شوی و، د اجرستان په لور یې د پاکسازۍ عملیات پیل کړي دي.

اجرستان د غزني یوه تر ټولو لرې پرته ولسوالي ده چې د غزني له مرکز نه نژدې ۲۰۰ کیلومتره لرې او د ارزګان د لوېدیځ او د دایکندي له شمال سره نښتې ده.

په تېر و کلونو کې په دې ولسوالۍ کې طالبان په خلاص لاس ګرځېدل، چې څو ځلې یې د ولسوالۍ د نیولو هڅې هم کړې دي.

ورته مطالب