کرزي د پغمان ډله ییز تېري د ۵ تورنو د اعدام پرېکړه لاسلیک کړه

د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر کرزی تر دوو ورځو پورې خپل ځای ناستي اشرف غني احمدزي ته په رسمي توګه واک سپاري.

د افغانستان د تلونکي ولسمشر حامد کرزي ویاند وايي، حامد کرزي د پغمان ډله ییزې تېري د پنځو تورنو د اعدام پرېکړه لاسلیک کړه.

د کرزي ویاند ایمل فیضي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "ولسمشر حامد کرزي د هغو پنځو مجرمینو د اعدام پرېکړه لاسلیک کړه، چې پغمان کې یې د ډله ییز جنسي تېري او تښتونو پېښه کې لاس درلود".

دغو تورنو د تېر زمري پر ۳۱ د کابل په شمال لوېدیځ د پغمان ولسوالۍ په ده عربانو سیمه کې له یوه واده نه د ستنېدونکو مېلمنو موټر درولي وو، د هغوی پیسې او د ښځو ګاڼه یې لوټلي او بیا یې په څلورو مېرمنو ډله ییز جنسي تېری کړی و.

د افغانستان د سترې محکمې ویاند عبدالله عطایي بي بي سي ته ویلي چې دوی د قضايي څانګې غوښتنلیک ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولی دی:

''د ابتدایه او استیناف محکمو له خوا صادر شوي حکمونه د سترې محکمې له خوا تایید شول، د افغانستان د قضاء د تمیز حکم تاییدېدل تر ولسمشر پورې ورسېد، چې د احکامو د عملي کولو مسؤول دی. دلته د افغانستان د قضاء ماموریت پای ته رسېږي''.

د افغانستان لویه څارنوالي وایي چې دوی د دغو تورنو کسانو په اړه حکم ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولی، خو دا چې کله به هغوی ته سزا ورکول کېږي، ډېر جزییات یې ورنه کړل.

دغه کسان وروسته د کابل پولیسو له خوا ونیول شول او د محکمې له خوا د وسله والې غلا په تور په اعدام، د انسان تښتونې په تور په ۲۰ کلونو بند او پر مېرمنو د جبري زنا په جرم په ۱۵ کلونو بند محکوم شول.

ابتدایه محکمې دوه نور کسان هم په دې پېښه کې د انسان تښتونې په تور په ۲۰ کلونو بند محکوم کړل، خو استیناف محکمې بیا له دې پېښې سپین وخېژول، خو قاضي وویل چې په یوه بله پېښه کې په غلا تورن شوي دي.

Image caption د کابل پولیس وايي، د پغمان د پېښې درې تورن د پېښې له نېټې (یانې ۳۵ ورځو) راهیسې ورک دي، خو هڅه یې دا ده چې ژر وموندل شي.

په هېواد کې د ننه د پغمان د ډله ییز جنسي تېري تورنو عاملینو ته په پراخه کچه د اعدام سزا ورکولو غوښتنې وشوې.

همدا وو، چې حامد کرزي د تورنو د علني اعدام ژمنه هم وکړه او وویل چې دوسیه به یې شخصاً دی پخپله وڅاري.

هغه ټینګار کړی و، که چېرې محکمه د پغمان د ډله ییز تېري عاملین په اعدام محکوم کړي، دی به ددې پرېکړې په لاسلیکولو کې ځنډ ونه کړي.

خو د کرزي ویاند نور جزییات نه دي ورکړي، چې تورن به څرنګه اعدامېږي.

ولسمشر کرزی تر دوو ورځو پورې خپل ځای ناستي اشرف غني احمدزي ته په رسمي توګه واک سپاري.

د کابل پولیس وايي، د پغمان د پېښې درې تورن د پېښې له نېټې (یانې ۳۵ ورځو) راهیسې ورک دي، خو هڅه یې دا ده چې ژر وموندل شي.

د ولسمشر له خوا د دغو تورنو کسانو د اعدام له حکم سره هم مهاله د تورنو کسانو کورنۍ د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه د چارو ادارې ورغلې او د افغان حکومت پر دغې پرېکړې یې نیوکې کولې.

ورته مطالب