نیکولاس هیسم د یان کوبیش ځای ناستی شو

نیکولاس هیسم د انځور حقوق UNAMA
Image caption هغه مهال چې نيکولاس هيسم په جنوبي افريقا کې و، د جنوبي افريقا د ولسمشر نيلسن منډيلا حقوقي سلاکار و.

ملګرو ملتو په افغانستان کې د خپل اوسني استازي يان کوبېش پر ځای نيکولاس هيسم نوی استازی ګومارلی دی.

نيکولاس هيسم چې د جنوبي افريقا دی، له تېرو دوو کلونو راهيسې په افغانستان کې د يان کوبيش مرستيال و.

يان کوبيش له تېرو دوو کلونو راهيسې افغانستان کې د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړه.

عبدالله ستانکزی له کابله پخپل راپور کې کاږي، ښاغلی هيسم د جنوبي افريقا دی، چې له ۲۰۱۲ کال راهيسې په افغانستان کې د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي يان کوبيش مرستيال و او وروسته له دې به د ښاغلي کوبيش ځای ناستی وي.

په کابل کې د ملګرو ملتو سياسي دفتر يوناما يوې وياندې نيلاب مبارز وويل ښاغلی هيسم په سياسي او حقوقي برخو کې پراخه تجربه لري.

د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون په يوه اعلاميه کې په افغانستان کې د دغه سازمان د استازي يان کوبيش د دوه کلن خدمت ستاينه کړې ده.

Image caption يان کوبيش له تېرو دوو کلونو راهيسې افغانستان کې د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړه.

په افغانستان کې له دندې ترسره کولو مخکې ښاغلي هيسم د ملګرو ملتونو د سرمنشي په اجرایيوي دفتر کې د سیاسي، سوله ساتنې او بشردوستانه چارو په ریاستونو او عراق کې دندې پر مخ بېولي دي.

هغه مهال چې نيکولاس هيسم په جنوبي افريقا کې و، د جنوبي افريقا د ولسمشر نيلسن منډيلا حقوقي سلاکار و.

ده په بروندي او سودان کې هم د اساسي قانون او سولې په برخه کې د مشر او سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي.

نيکولاس هيسم يو قانون پوه دی، چې د دیموکراتیکې حکومتدارۍ، اساسي قانون، ټاکنیز ریفورم، روغې جوړې او سولې په پروسه کې نړیواله تجربه لري.

ورته مطالب