افغان سوداګر له نوي حکومته اسانتیاوې غواړي

Image caption افغان پانګوال او سوداګر له نوي حکومت نه دسوداګرۍ او صنعت دپرمختګ لپاره ډیرې اسانتیاوي غواړي

داسې ښکاري چې د نوي افغان حکومت د کار په پیل سره سوداګریزې او صنعتي چارې له سره پیل شي.

دافغان ټاکنو پایلو شاو خوا شپږ میاشتې ونیولې چې په ترڅ کې ېې سوداګریزې چارې ټکنۍ شوې او ځینې کار ځایونه پار چاو شول.

اوس افغان پانګوال او سوداګر له نوي حکومت نه دسوداګرۍ او صنعت دپرمختګ لپاره ډیرې اسانتیاوي غواړي.

په افغانستان کې ګڼو کارخانو د ټاکنو په اږدیدو خپل ۷۰ سلنه کارکوونکي کورته لیږلي او چارې ېې نژدې پر ټپه دریدلي، خو اوس د نوي حکومت په جوړیدو د ډیریو فابریکو د څښتنانو تندي بیا غوړیدلي ښکاري.

احمد فرهاد تورکی په کابل کې د ټرامکو په نوم د یوه خصوصي شرکت مشر دی، دی تازه له جرمني نه کابل ته راغلي چې پانګونه وکړي او خپله سوداګري وغځوي.

نوموړی په ترکیه او جرمني کې څو نورې کارخانې هم لري.

ښاغلی تورکی وايي، پام کې لري چې په کابل کې خپل دغه کار ځای له سره کار ته چمتو کړي.

د شمیرو له مخې په تیرو څو میاشتو کې د امنیتي اندیښنو او په هیواد کې د کړکیچ له ویرې له درې سوه ډیرې کارخانې دریدلي او څلویښت زره کار کونکي بیکاره شوي.

اوس چې د سوداګرو هیلې په غوړیدو دي، له نوي حکومت نه د سوداګرۍ او صنعت نوې لارې چارې او ډیره پاملرنه غواړي.

د امنیت ټینګښت، د بریښنا اسانتیاوې، د ځمکو او پورونو ورکړه د افغان صنعت کارانو لویې غوښتنې دي.

افغان صنعت کاران وايي سملاسي په کور دننه سل ډوله اړتیا وړ توکي تولیدولی شي خو وايي د بهرنیو هغو سره سیالي نه شي کولی او پوره هم نه دي.

صنعت کاران له نوي حکومت نه غواړي چې په بهرنیو توکو مالیه لوړه کړي چې خلک د کورنيو تولیداتو را نیولو ته وهڅیږي.

ورته مطالب