اشرف غني پر دوشنبې کار پیلوي

د انځور حقوق AP
Image caption په پام کې ده، چې اشرف غني، حامد کرزی او عبدالله به د لومړې مراسمو کې خبرې وکړي

د افغانستان د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو سمبالوونکی کمیسیون وايي، نوی ولسمشر اشرف غني احمدزی به د دوشنبې په ورځ په ارګ کې د ځانګړو مراسمو پرمهال د ولسمشرۍ لوړه وکړي.

په پام کې ده، چې د لوړې مراسم د دوشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۸/تلې ۶) په کابل کې ترسره شي.

یاد کمیسیون وايي، د لوړې دستورې ته نژدې ۱۴۰۰ کورني او بهرني مېلمانه راغوښتل شوي، چې په کابل کې به پر دې ورځ عمومي رخصتي وي.

د افغانستان د چارو د ادارې مرستیال نجیب الله امین بي بي سي ته وویل، په دغو مراسمو کې تلونکی ولسمشر حامد کرزی او نوی ولسمشر اشرف غني احمدزی او بیا اجرایوي مشر ویناوې وکړي.

هغه وویل، د لوړې مراسم به د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړ شي.

ښاغلی امین له بي بي سي سره په خبرو کې دا هم وویل، د ولسمشر د لوړې مراسمو ته ځینې قومي او مذهبي مشران او مخور هم راغوښتل شوي.

ښاغلي امین دا هم وویل، په ګډون کوونکو مېلمنو کې نژدې ۲۰۰ بهرني مېلمانه هم دي، چې د ګاونډیو هېوادونو ځینو ولسمشرانو هم برخې اخیستو ته پکې چمتووالی نیولی:

''په عمومي توګه په ۲۰۰ بهرنیو مېلمنو کې دیپلوماتان، لومړي وزیران، ولسمشران او د بهرنیو چارو وزیران شامل دي.''

امین وايي، د تحول او تداوم او د اصلاحاتو او هګمرايي دواړو ډلو ته په دې مراسمو کې د خپلو مېلمنو د شمېر یوشان ونډه ورکړل شوې ده.

دی وايي، رسمي مراسم به نژدې پر اتو بجو پیل او شاید تر یوولسو بجو دوام وکړي.

دا لومړی ځل دی چې له یوه منتخب ولسمشر نه بل ته واک په سوله ییز ډول لېږدول کېږي.

حامد کرزی په تېرو څلورو پړاوونو کې د دیارلسو کلونو لپاره د افغانستان ولسمشر و، چې د روانې تلې په لومړیو کې یې په ارګ کې د خدای پاماني مراسم جوړ کړي وو.

که څه هم حامد کرزي ته ارګ ته څېرمه یو کور جوړ شوی و، خو نوموړي دغه کور د ارګ مېلمستون ته ورکړ.

ورته مطالب