اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

د انځور حقوق
Image caption نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي ته د سترې محکمې مشر عبدالسلام عظیمي لوړه ورکړه

اشرف غني احمدزي د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د لوړې مراسم، د دوشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۹) کابل کې د ارګ ماڼۍ د ننه جوړ شوي وو، چې د نژدې درو سوو بهرنیو مېلمنو په ګډون شاوخوا ۱۴۰۰ کسانو ګډون پکې کړی و.

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د (سپتمبر/۲۱) اشرف غني احمدزی د دغه هېواد د نوي ولسمشر په توګه اعلان کړ.

تلونکي افغان ولسمشر حامد کرزي ولس ته پخپله وروستۍ وينا کې وويل د حکومت بنسټونه يې ايښي دي او افغانستان به يوه ښه راتلونکې ولري.

حامد کرزي د اشرف غني د لوړې په مراسمو کې وویل: ''ډاډه یم، چې افغانستان له به صفر د پیلولو ترخه تجربه تکرار نه کړي، نن زرګونه ځوانان او نجونې لوستي کسان لرو، چې له بهر یې زده کړه کړې ده، دوی د افغانستان قوي ستنې دي. ۱۳ کاله مخکې له نړیوالو سره د کار ګډه تجربه هم کمه وه، نن چې د یوې ادارې څښتنان یو، د بهرنیو دوستانو د مرستو نتیجه ده، چې مننه ترې کوو، ویاړم کوم چې د هېواد نوي ولسمشر ته واک سپارم، که چېرې ما اوسنۍ تجربه مخکې لرلی، ډېر ښه تصمیمونه به مو نیولي وای.''

کرزي زیاته کړه، که چېرې بهرني موانع نه وای، هېواد به اوسني حالت کې نه وای او ډېر پرمختګ به شوی وای.

د افغانستان منتخب ولسمشر اشرف غني ته د سترې محکمې قاضي القضات عبدالسلام عظیمي لوړه ورکړه.

د انځور حقوق
Image caption نوي ټاکل شوي ولسمشر وویل، سیاسي اختلافات باید له سیاسي لارو حل شي، خو طالبان او حزب اسلامي یې د سولې خبرو ته راوبلل
د انځور حقوق
Image caption اشرف غني خپلو دواړو مرستیالانو، عبدالرشید دوستم او سرور دانش ته لوړه ورکړه

اشرف غني هغه فرمان لاسلیک کړ چې عبدالله عبدالله به اجرايي مشر او احمد ضیاء مسعود اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ په چارو کې مشر وي.

د نوې جګړې لپاره سوله نه غواړو

اشرف غني پخپله اوږده وینا او د راتلونکې ادارې د تګلارې په ډاګه کولو سره وویل: ''هغه وضعیت چې اوس هېواد ورسره مخامخ دی، باید کم ونه ګڼل شي، موږ باید د تلپاتې سولې لپاره تر خپلې وسې هڅه وکړو. هغه سوله مو نه ده پکار، چې د یوې بلې جګړې پیلامه وي. موږ نن ثابته کړه چې یو بل زغملی او منلی شو.''

نوي ولسمشر د موازي ادارو ختمولو ژمنه هم وکړه، خو ټینګار یې دا وو چې اغېزناکه حکومتولي د خلکو غوښتنه ده، خلک تر دې زیات فساد نه شي زغملی.

ناقانونه وسله وال نه منو

هغه د افغانستان د امنیت ټینګېدل د ناقانونه وسله والو له ختمولو سره وتاړه، خو وايي هڅه یې دا ده چې د ځواک استعمال یوازې تر دولت پورې منحصر او د قانون د تطبیق لپاره وي او ناقانونه وسله والې ډلې ختمې شي.

نوي ټاکل شوي ولسمشر وویل، سیاسي اختلافات باید له سیاسي لارو حل شي، خو طالبان او حزب اسلامي یې د سولې خبرو ته راوبلل:

''جګړه د سیاسي اختلافاتو د حل لاره نه ده، سیاسي اختلافات له سیاسي لارو حل کېږي، په تېره بیا له طالبانو او حزب اسلامي غواړم، چې سیاسي خبرو ته حاضر شي. هغه وګړي چې د نورو د ګټو لپاره کار کوي، دوی له نرخه او کلي دواړو وتلي، ټول کلي او ولسونه باید پرېکړه وکړي چې نور د دا ډول اعمالو حوصله نه لري. له هر کلي غوښتنه کوم، چې د سولې اواز پورته کړي. علماء، قومي مشران او ځوانان باید دغو خلکو ته نصیحت وکړي، که په نصیحت نه کېږي، باید مخه یې ونیسي''.

هغه وویل، له افغان خاورې به د هېڅ کوم هېواد پرضد ګټه وانخیستل شي، خو له ګاونډیانو یې هم غوښتنه دا وه چې خپله خاوره د افغانستان پرضد ونه کاروي.

بهرنی سیاست

د افغانستان نوي ولسمشر د خپلې بهرنۍ تګلارې په واضح کولو سره وویل، ''زموږ بهرنی سیاست زموږ لپاره حیاتي دی. د افغانستان امنیت د نورې نړۍ له امنیت سره تړلی. د نشه يي توکو قاچاق یوه نړیواله ستونزه ده''.

ده وویل، افغانستان پخپلو بهرنیو اړیکو کې پنځو کړیو مشخصولو ته اړ دی:

لومړۍ کړۍ: ''زموږ په ګاونډیو هېوادونو کې بې ثباتي زموږ د هېواد له بې ثباتۍ سره تړلې ده. موږ اړ یو چې له ګاونډیانو سره د سیمه ییزې همکارۍ هوکړې لاسلیک کړو.

د انځور حقوق
Image caption عبدالله عبدالله او مرستیالانو یې ولسمشر ته لوړه وکړه
د انځور حقوق
Image caption کرزي زیاته کړه، که چېرې بهرني موانع نه وای، هېواد به اوسني حالت کې نه وای او ډېر پرمختګ به شوی وای.

دویمه کړۍ، اسلامي هېوادونه دي.

درېیمه کړۍ، کې امریکا، کاناډا او جاپان راځي. ''سوله زموږ ستراتیژیک هدف دی. او له نړیوالې ټولنې سره ګډې ګټې لرو''.

په څلورمه کړۍ کې اسیايي هېوادونه دي. ''موږ به افغانستان په سیمه کې اسیا ته پر څلورو لارو او پله بدل کړو. اسیا لاهم د نړۍ د بې وزله هېوادونو مرکز دی. زموږ هڅه به دا وي چې د ټولې قارې د بې وزلۍ ختمولو لپاره مټې رابډوهو''.

اشرف غني پنځمه حلقه کې نړیوال سازمانونه راوستل، ''موږ د اصلاحاتو راوستلو لپاره ټینګ هوډ او پروګرامونه لرو، هیله مو دا ده چې له دغو پنځو کړیو سره خپل اړیکي ټینګ کړو، پراختیا او تحول ته دوام ورکړو''.

ورته مطالب