د پکتیا زرمت برید کې دوولس کسان وژل شوي

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption برید پر داسې ورځ شوی، چې په کابل کې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته کلک امنیت نیول شوی.

د افغانستان پکتیا زرمت ولسوالۍ له ودانۍ سره طالبانو له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر جنګولی، چې د امنیتي سرچینو د لومړنیو رپوټونو له مخې، اته کسان پکې وژل شوي.

د پکتیا امنیه قومندانۍ بي بي سي ته ویلي، په وژل شویو کې څلور پولیس، دوه د استخباراتو مامورین او دوه د ولسوالۍ ملکي کارکوونکي دي او اووه پولیس ټپیان دي.

سرچینه وايي، په برید کې څلور برید کوونکي هم وژل شوي.

په سیمه کې زموږ خبریال احسان الله مهجور وايي، چاودنه دومره زوروره وه، چې له زرمت نژدې ۳۰ کیلومتره لیرې د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې هم محسوسه شوې ده.

مهجور وايي، ډاینا ډوله موټر د ولسوالۍ له یوه دېوال سره جنګول شوی.

د برید پړه وسله والو طالبانو منلې ده، ددغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، دا برید دوی کړی، او د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا یې کړې ده.

برید پر داسې ورځ شوی، چې په کابل کې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته کلک امنیت نیول شوی.

ورته مطالب