د اشرف غني ژوند ته لنډه کتنه

د انځور حقوق b
Image caption ولسمشر غني د متحدو ایالاتو په جان هاپسکن او کولمبیا پوهنتونونو کې استاذي کړې

د څو میاشتو ناندریو او جنجالونو وروسته، د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو دواړو نوماندانو د ملي یوالي پر حکومت هوکړه وکړه. دټاکنو دکمېسیون له لوري اشرف غني احمدزی د افغانستان ولسمشر اعلان شو.

زموږ همکار نعمت الله کریاب د اشرف غني احمدزي د ژوند لوړو ژورو ته په خپل رپوت کې کتنه کړې او لیکي:

اشرف غني احمدزی ۶۱ کاله وړاندې کابل ته ورڅیرمه د لوګر په ولایت کې د شاه جهان احمد زي په کور کې زیږیدلی.

د کوچنیوالي ډیر کلونه ېې په کابل کې تیر کړي او لومړنۍ زده کړې ېې همدلته د حبیبې په لیسه کې کړې دي.

په لبنان او امریکا کې ېې لوړې زده کړې کړې، لومړۍ ماسټري ېې په سیاسي علومو دویمه ېې په وګړ پوهنه او دریمه ماسټري ېې په نړیوالو اړیکو کې تر سره کړې.

ولسمشر غني د متحدو ایالاتو په جان هاپسکن او کولمبیا پوهنتونونو کې استاذي کړې.

د امریکا د کولمبیا په پوهنتون کې د وګړ پوهنې په برخه کې د ډکټورا په کچه زده کړه کړې او خپله ډوکټورا یې له همدغه پوهنتون څخه تر لاسه کړې ده.

نړیوال بانک

خو د دې ټولو سره سره ېې د پاکستان په کراچۍ کې دیني زده کړې هم کړې.

د نړیوال بانک د پاليسۍ او سټراتيژۍ جوړولو په برخه کې مهم مشر پاتي شوی.

د متحدو ایالاتو نوموتې مجلې پراسفیکت اشرف غني احمدزى د نړۍ دویم پياوړى مفکر بللی.

ښاغلي غني ۳۰ کاله له افغانستان نه بهر په بیلابیلو هیوادونو کې تیر کړي، هلته یې زده کړې کړې دي او ګڼې تجربې یې تر لاسه کړې دي.

کله چې ېې په خپل هیواد کې د امریکا پر مټ د طالبانو واکمنۍ ړنګه شوه هیواد ته را وګرځید.

هیواد ته د راتګ په لومړیو شپو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سره د سلاکار په توګه په کار بوخت شو.

بیا له ولسمشر حامد کرزي سره په منځ مهاله حکومت کې یو ځای شو، په دغه موده کې د افغانستان او نړۍ په اړیکو کې مخکښ کس شمیرل کیده.

افغانستان ته د سترو نړیوالو مرستو په راماتولو کې اغیزمن او مل وو.

د ۲۰۰۲ میلادي کال نه تر ۲۰۰۴ پورې د افغانستان د مالې وزیر په توګه کار وکړ او په دغه وزارت کې ېې لوی بدلونونه راوستل. او په سیمه کې د تر ټولو غوره محاسب په نوم یاد شو.

د کابل پوهنتون د مشرتابه پر وخت یې ګڼې سمونې وکړې چې د بوهنتون چاپیره دیوال یې یوه بیلګه ده.

په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د افغانستان له خوا د ملګرو ملتونو عمومي مشرۍ ته ونومول شو چې د کوفي عنان ځای ناستی شي خو د اوس

مهالي مشر بان کي مون نه مخته نه شو.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې یې ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړ خو بریالی نه شو.

څه موده له حکومتي چارو نه څنګ ته پاتي شو، خو د ولسمشر کرزي په دویمه دوره کې له بهرنيو ځواکونو افغان هغو ته د امنيتي مسووليت د لیږد د بهير مشر وټاکل شو.

په همدغه موده کې یې د افغانستان ۳۴ ولایتونه بیا بیا ولیدل او له خلکو سره یې اړیکې ټینګې شوې. ښايي خلکو ته ورتګ ور سره د ولسمشرۍ په ګټلو کې مرسته کړې وي.

غني د یوه وګړي په توګه چې په افغانستان کې لکه د نورو نوماندانو سیاسي او ګوندي ملاتړ نه لاره خو پراخ اصلاحات، د فساد ورکول، او د ټیکاو راوستل یې د خپلې ټاکنیزې مبارزې سر ټیکي وګرځول او په دې ټوګه یې پراخ ولسي ملاتړ وګاټه.

په افغانستان غوندې یو هیواد کې چې نژدې ټولې چارې یې له قومي پړاوه تیریږي.

اشرف غني په خپله پښتون خو دوه مرستیالان یې له ازبک او هزاره قومونو څخه ټاکلي.

د انځور حقوق AP
Image caption آغلې رولا غني له ۲۰۰۲ کال وروسته افغانستان ته راغلې او کابلې کې مېشته شوې ده.

د دغو ټاکنو پایلې په لومړي پړاو کې بې پایلې وې او غني پکې ۳۱،۶ سلنه رایې ترلاسه کړې او دویم شو، چې له دې سره ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې.

په دویم پړاو کې له خپل سیال نوماند عبدالله عبدالله څخه څه باندې یو میلیون راېې مخته و. د یو میلونو رایو ډیروالي د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غبرګونو نه را وپارول او ویل ېې، چې د نوموړي په ګټه پراخې درغلې شوي.

له څو میاشتو وروسته د امریکا په منځګړیتوب د اوږدو او ستړي کونکو ټاکنو د جنجالونو غوړیدلې لمن ټوله شوه او اشرف غني احمدزی د ولسمشرۍ په څوکۍ کیناست.

هغه ولسمشر چې دغې څوکې ته په رسیدو یې ډیرې لوړې ژورې ولیدې دا چې په خپله پنځه کلنه دوره کې به له کومو ستونزو سره مخ شي؟ هغه پوښتنه ده چې د نوموړي د مشرۍ په پړاو کې به جوته شي.

ورته مطالب