پکتیا کې طالبانو ۳ کسان اعدام کړي، یو قومي مشر وژل شوی

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې

د افغانستان سوېلي ولایت پکتیا کې نن سهار ۹ بجې (سپتمبر ۳۰) د سید کریم ولسوالۍ اړوند یو قومي مشر میرزا محمد او یو بل کس د وسله والو په ډزو ووژل شول او یو بل ټپي شو. د پکتیا د امنیه قومندانۍ د امنیت امر مل پاسوال محمد زمان وايي، میزا محمد ښار خوا ته په لاره و چې د نامعلومو وسلوالو لخوا پرې ډزې وشوې چې په ترڅ کې دی او ملګری یې ووژل شول او یو بل تن لاروی ټپي شو.

میرزا محمد چې د سیمه ییزې شورا منشي هم وو، نژدې درې میاشتې مخکې یې پر موټر پورې چاودېدونکي مواد نښلول شوي وو خو د چاودنې په ترڅ کې چا ته زیان نه وه اوښتی. د نوموړي کورنۍ وايي، دوی له چا سره شخصي دوښمنۍ نه لري، خو تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.

اعدام

بل خوا، د پکتیا مرکز ګردیز ښار یوې اړوندې نیستي کوټ سیمه کې پرون مازدیګر ناوخته (سپتمبر ۲۹) وسلوالو طالبانو درې کسان اعدام کړي.

د طالبانو په وینا دغو کسانو په غلاوو او د خلکو په وژنو کې لاس درلود، د سیمې خلک هم وايي، دغو کسانو د خلکو د طلايي ګوتمیو د غلا پرمهال له خلکو د لاس ګوتې پرې کولې.

د پکتیا د امنیت امر محمد زمان د دوی د وژلو خبر تاييدوي، خو په دې اړه بې خبري ښيي چې ایا دوی رښتیا هم غله وو که بې ګناه کسان وو.

تېره اونۍ هم د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې درې کسان د طالبانو لخوا د یوه ماشوم د تښتونې او بیا وژنې په تور اعدام شوي وو.

پرون (سپتمبر ۲۹) د پکتیا د زرمت ولسوالۍ پر دولتي ودانۍ له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر جنګول شوی و، چې دوولس کسان پکې وژل شوي وو.