د افغانستان ټول وزیران سرپرستان شول

د انځور حقوق .
Image caption اشرف غني د خپل کار په لومړیو ورځو کې د خپلو مامورینو ټاکل پیل کړل

د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي یو فرمان صادر کړی، چې د مخکني حکومتي ادارو هېڅ کوم وزیر یا مشر د نوې کابینې تر اعلانېدو پورې نه کوم مامور منفک کولی او نه هم په دنده ګومارلی شي.

نوموړي ویلي، د نوې کابینې تر اعلانېدو پورې ټول پخواني وزیران او مشران سرپرستان دي.

د احمدزي فرمان د چارو د ادارې او د وزیرانو د شورا له لوري خپور شوی دی.

په فرمان کې راغلي، ولسمشر دا کار له دې کبله کړی، چې د وزارتونو او خپلواکو ادارو په چارو کې ځنډ او درنګ رامنځ ته نه شي.

ددغه فرمان پربنسټ، د وزارتونو او خپلواکو ادارو سرپرستان د نویو کسانو د ګومارلو او یا لیرې کولو حق نه لري.

ولسي جرګې ته د نوې کابینې معرفي کول د ولسمشر له واکونو څخه ګڼل کېږي، چې تمه ده د خپل کار په لومړیو اونیو کې به ترسره شي.

د ښاغلي احمدزي په فرمان کې راغلي "ټول وزارتونه او خپلواکې ادارې د نویو وزیرانو او د خپلواکو ادارو د مشرانو تر مشخصولو پورې باید له هر راز ګومارلو یا لیرې کولو څخه ډډه وکړي."

د ښاغلي احمدزي حکومت دا مهال کابینې ته د وړاندیز شویو وزیرانو د لست په چمتو کولو بوخت دی.

اشرف غني احمدزي، د خپل کار په لومړیو کاري ورځو کې د کورنیو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر د ملي امنیت د سلاکار او عبدالسلام رحیمي د خپل دفتر او د وزیرانو شورا د ادارې د مشر، او د مالیې مخکنی وزیر عمر زاخیلوال په اقتصادي چارو کې د سلاکار په توګه وټاکل.

د یوه بل فرمان له مخې، ښاغلي احمدزي د ولسمشرۍ دفتر د وزیرانو شورا دارالانشاء د چارو د ادارې له لوی ریاست سره یوځای کړی، چې اجرایه قوې ته به د لوړپوړو حکومتي بنسټونو راپور ورکول هم له دې لارې وړاندې کېږي.

ورته مطالب