کابل کې دوو ځانمرګو بریدونو اوه کسان وژلي ۱۹ ټپیان دي

د انځور حقوق
Image caption تر هدف لاندې راغلي بس کې د دفاع وزارت افسران لېږدول کېدل

د افغانستان پلازمېنې کابل په دوو جلا سیمو کې دوو ځانمرګو بریدونو لږترلږه د ملي اردو شپږ سرتېري او یو ولسي وګړی وژلي او ۱۹ نور کسان ټپیان شوي.

دا بریدونه په کابل کې له امریکا سره د امنیتي تړون پر سبا شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ‎، ظاهر عظیمي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، یوه ځانمرګي برید کوونکي د کابل ښار د دریمې امنیتي حوزې اړوند غازي لېسې ته څېرمه شوی.

نوموړی وايي، ځانمرګي له چاودېدونکو توکو ډک موټر د ملي اردو د سرتېرو له لېږدوونکي موټر سره جنګولی.

د هغه په وینا، په دې پېښه کې اووه کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته وویل، ددې پېښې په وژل شویو کې یو ولسي وګړی او په ټپیانو کې ۹ ولسي وګړي دي.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند پرخپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې یوه ملګري یې د کابل درېیمه ناحیه کې د ملي اردو د سرتېرو پر لېږدوونکي موټر برید کړی دی.

د انځور حقوق
Image caption د برید پړه طالبانو منلې او د ګڼو افغان سرتېرو د وژلو ادعا یې کړې
د انځور حقوق
Image caption برید د ګهیځ پر شپږو بجو وشو، چې د کابل لوېدیځ کې یې هم غږ واورېدل شو

دویمه چاودنه تر لومړۍ هغې څو دقیقې وروسته د کابل ښار ده سبز ولسوالۍ تره خېلو سیمه کې شوې ده.

د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي مني، چې برید د یوه پلي روان ځانمرګي برید کوونکي له خوا شوی.

دی وايي، په پېښه کې د ملي اردو دوه سرتېري او دوه ولسي وګړي ټپیان شوي.

طالبانو تېره ورځ اعلان وکړ، چې د امنیتي تړونونو تر لاسلیکېدا وروسته بهرني ځواکونه د افغانستان ښکېلاک ته ادامه ورکوي.

د انځور حقوق
Image caption برید د څېرمه ودانیو ښیښې ماتې کړې دي

د افغانستان نوي ولسمشر اشرف ني احمدزي همه دوه ورځې مخکې خپل کار پیل کړ، او له طالبانو او اسلامي ګوند سره یې د پخلاینې په اړه د خبرو غوښتنه وکړه.

د ولسمشر د لوړې د مراسمو پر ورځ هم په کابل کې پر داسې مهال، چې ټینګ امنیت نیول شوی و، یوه ځانمرګي برید کوونکي اووه کسان ووژل او دیارلس نور یې ټپیان کړل.

ورته مطالب