احمدزی: ښه حکومتوالي پروژه نه، د خلکو حق دی

د انځور حقوق ARG

د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي د ښې حکومتوالۍ د چارو په اصلاحاتو کې خپل ځانګړی استازی معرفي او لوړه ورکړه.

په دې مراسمو کې د مخکني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په لومړي پړاو کې پخوانی لومړی مرستیال احمد ضیاء مسعود د اشرف غني احمدزي ځانګړی استازی معرفي شو.

ښاغلي غني پخپلو خبرو کې وویل "ښه حکومتوالي پروژه نه ده، بلکې د افغانستان د خلکو حق دی"، چې له دغه حق پرته د هېوادوالو "شرعي او قانوني" حقونه نه شي خوندي کېدادی.

د افغانستان ولسمشر، چې د "تحول او تداوم" تر شعار لاندې واک ته ورسېد، د سنګاپور او کانګو د حکومتونو بېلګې وړاندې کړې، چې په وینا یې سنګاپور په تېرو شپېتو کلونو کې که څه هم طبیعي زېرمې او ارزښتناکې سرچینې نه لرلې، خو کانګو د ښې حکومتوالۍ په جوړولو سره پر یوه لوی اقتصادي ډګر بل شو.

هغه وویل، د ملي یووالي حکومت د ښې حکومتوالۍ لپاره ژمن دی، او هڅه به یې دا وي چې په افغانستان کې ښه حکومتوالي د دولت په ټولو کچو کې دود شي او د حکومتوالۍ مشخص معیارونه رامنځ ته شي.

د هغه ټینګار دا و، چې "په هره اداره کې د واسطې او اړیکې پربنسټ د ګومارلو او شړلو دود ختم شي".

د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د منډو ترړو پرمهال د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم د ټیم شعار بدلون راوستل په ګوته کېدل.

په اصلاحاتو او حکومتوالۍ کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیاء مسعود وویل، افغانستان د بې وزلۍ، سیاسي بې ثباتۍ او ناامنیو په څېر له لویو ننګونو سره مخامخ دی، چې د حل لاره یې په ژورو اصلاحاتو راوستلو کې نغښتې ده.

ښاغلي مسعود وویل چې "وروسته پاتې اداري جوړښتونه" په افغانستان کې د پراخ اداري فساد لامل ګرځېدلي چې اداري جوړښتونه باید نوي شي او د معاصرې زمانې اړتیاوو ته ځواب ووايي.

هغه د کلتوري او ټولنیزو اصلاحاتو راوستلو غوښتونکی هم شو.

د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي هم د خپل کار په لومړیو ورځو کې د بنسټیزو اصلاحاتو راوستلو ژمنه کړې وه او ټینګار یې دا و چې له فساد سره مبارزه به د ولسمشرۍ له دفتره پیلوي.

احمد ضیاء مسعود

د انځور حقوق ARG
Image caption احمد ضیاء مسعود د احمد شا مسعود ورور دی، چې په ۱۳۳۵ کال غزني ولایت کې زیږېدلی.

احمد ضیاء مسعود د احمد شاه مسعود ورور دی، چې په ۱۳۳۵ کال غزني ولایت کې زیږېدلی.

هغه له ۱۳۶۰ کال تر ۱۳۷۱ پورې پاکستان کې د احمد شاه مسعود او د جمعیت اسلامي ګوند د استازي په توګه کار کړی.

د مجاهدینو تر بریاليتوب وروسته، نوموړی د مجاهدینو د دولت د مشر برهان الدین رباني سلاکار شو.

ښاغلی مسعود د افغانستان په لومړنیو ولسمشریزو ټاکنو کې د حامد کرزي لومړی مرستیال و، کله چې کرزی ولسمشر شو، احمد ضیاء مسعود یې پنځه کاله لومړی مرستیال پاتې شو.

احمد ضیاء مسعود په وروستیو کې د افغانستان د ملي جبهې مشري پرغاړه لرله، چې د حکومت له سیاسي اپوزیسیون څخه ګڼل کېده، خو دغه سیاسي مخالفه ګډوله د تېرو ټاکنو په ورځو کې سره ووېشل شوه.

همداشان، نوموړی د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند په وروستیو پرېکړو کې ددغه ګوند مرستیال وټاکل شو.

ورته مطالب