کابل کې ځانمرګي برید د ملي اردو درې سرتېري ووژل

د انځور حقوق
Image caption په تېره چارشنبې هم دوو ورته بریدونو کابل کې د ملي اردو شپږ سرتېري او یو ولسي وګړی ووژل.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د کابل په لوېدیځ کې د ملي اردو د سرتېرو پر یوه موټر ځانمرګي برید لږترلږه د ملي اردو درې سرتېري وژلي دي.

د دغه وزارت ویاند ظاهر عظیمي ویلي، برید کوونکي د ملي اردو د لېږدوونکو سرتېرو پر ملي بس له چاودېدونکو توکو ډک موټر جنګولی دی.

پېښه د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر دویمه) شاوخوا شپږ بجې او څلوېښت دقیقې دار الامان ماڼۍ ته څېرمه د اوومې امنیتي حوزې اړوند په دوغ اباد سیمه کې شوې ده.

ښاغلي عظیمي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې په دې برید کې اووه نور سرتېري ټپیان شوي، خو په برید کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.

که څه هم بي بي سي د دفاع وزارت له ویاند ددغو بریدونو په تړاو د لانورو توضیحاتو غوښتنه وکړه، خو هغه له څه ویلو ډډه وکړه.

د کورنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د پېښې ټپیان یې روغتونونو ته لېږدولي.

د برید پړه وسله والو طالبانو منلې ده. طالبانو وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیکېدو "په غوسه" کړي دي.

د امنیتي تړون پر سبا د تېرې چارشنبې پر ګهیځ هم کابل کې یوه ځانمرګي برید د ملي اردو یو بس په نښه کړ، چې شپږ د ملي اردو سرتېري او یو ولسي وګړی پکې ووژل شول او پنځلس نور ټپیان شول.

د تېرې چارشنبې او نن پنجشنبې ورځې دواړه بریدونه ګهيځ داسې مهال شوي، چې د ملي اردو سرتېري خپلو دندو ته د تګ په حال کې وو.

د افغانستان د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي له لوړې کولو وروسته، دا په کابل کې د ناامنیو شپږمه ورځ ده.

دا وروستي بریدونه له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون تر لاسلیکېدا وروسته شوي او طالبانو د بریدونو غځولو ګواښ هم کړی دی.

د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي پر طالبانو او حزب اسلامي غږ وکړ، چې د سولې خبرو لپاره مېز ته کښېني.

په تېرو دیارلسو کلونو کې ناامني د افغانستان تر ټولو لویه ستونزه وه، چې د نوي حکومت پر وړاندې به هم د افغانانو لپاره د ناامنیو ورکول یوه لویه ننګونه وي.

ورته مطالب