افغانستان زکات او عشر ټولولو ته بانکي سیستم جوړوي

د انځور حقوق
Image caption عشر او زکات دیني بنسټ لري، د ځانګړو شرطونو د پوره کېدو په حال کې مسلمانان اړ دي چې د خپلو کرنیزو حاصلاتو لسمه برخه حکومت ته ورکړي

افغان حکومت د عشر او زکات ټولولو د قانون مسوده چمتو کړې، او د تصویب لپاره یې وزیرانو شورا ته استولې ده.

کابل کې زموږ همکار مصطفی سالک پخپل راپور کې لیکي، دکاراوټولنیزو چارو وزارت،ملي مرستندوی پروګرام د پر مخ بيايي، چې موخه یې بې وزلو سره مرسته کول په ګوته کیږي.

یاد شوی وزارت وايي له څلورو کلونو راهیسې یې د یو شمیر دولتي بنسټونو په مرسته پردغه پروګرام کار کړی دی،چې د ولسمشر لومړی مرستیال یې په سر کې دی.

ددغه بهیر ارزښتناکه برخه د عشر او زکات ټولول په ګوته شوي، چې د بې وزلو د ژوندانه د ښه کولو لپاره به کارول کیږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال واصل نور مومند د بي بي سي ستاسو غږ پروګرام ته وویل،چې د اړوند قانون تر پلي کیدا وروسته به عشر او زکات د یو بانکي سیستم له مخې ټولیږي او په مټ به یې له بې وزلو سره مرسته کیږي:

''موږ د زکات لپاره یوه کمېټه جوړه کړې ده، او غواړو چې د ملي سوداګرو له خوا زکات د بانک له ځانګړي اکونټ نه بانک ته ولاړ شي، او بیا به دغه پیسې تر ارزونې او بې وزلو خلکو مالومولو وروسته هغوی ته د مرستې په توګه ورکوو. هرڅوک چې زکات ورکوي، د بانک د ځانګړي اکونټ له لارې به یې بانک ته استوي.''

عشر او زکات دیني بنسټ لري، د ځانګړو شرطونو د پوره کېدو په حال کې مسلمانان اړ دي چې د خپلو کرنیزو حاصلاتو لسمه برخه حکومت ته ورکړي، او ذکات هم اسلامي وجیبه ده چې له نغدو شتمنیو او مالونو څخه چې شرعي نصاب یې پوره کړی وي ورکول کیږي د بېلګې په ډول که یو کس ۷ اتیا ګرامه سره زر ولري، او له ورځنیو اړتیاو یې ډیر وي د کال په تېرېدو یې باید څلویښتمه برخه یا د هغې بیه په زکات کې ورکړي.

سربېره پر دې، په افغانستان کې مالیه هم اخیستل کېږي.

د انځور حقوق
Image caption د عشر او زکات د قانون تر پلي کېدا وروسته ښايي د ځینو سیمو خلک دوه ځل عشر او زکات ورکولو ته اړ شي، یوځل حکومت او بل یې مخالفانو ته

بله غاړه د یو شمېر راپورونو له مخه د حکومت وسلوال مخالفان هم د خپلې ولکې په یو شمېر سیمو کې له خلکو عشر او زکات ټولوي.

په دې مانا چې د قانون تر پلي کېدا وروسته ښايي دا خلک اړ شي چې دوه ځل عشر او زکات ورکړي.

نیم میلیارد ډالر

په ۲۰۱۲ کال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري په یوه راپور کې ویل شوي وو چې طالبانو په تېرو دوولسو مياشتو کې نژدې نيم ميليارد ډالره د ماليو، جريمو او بسپنو له لارې ټولې کړې.

دا رپوټ چې د بنديزونو کارپوهانو د امنيت شورا لپاره چمتو کړى و، دغه راز ویلي وو، طالبانو له هغو پيسو نه چې نړيوالې ټولنې د افغانستان د بيا رغاونې او پرمختگ لپاره ورماتې کړي، سلگونه ميليونه ډالره ځانته وهلي دي.

د رپوټ چمتو کوونکو دا هم ویلي و، ماليې د موبايل ټېلېفوني شرکتونو، د کانونو له پروژو، د مالونو له لېږدوونکو لاريو او د بيا رغاونې پروژو له پلي کوونکو اخيستل شوې.

ورته مطالب