زاخېلوال: د ټاکنو ژمنې ښايي په گرانه عملي شي

زاخېلوال
Image caption د ماليې سرپرست وزير وايي د ټاکنو د پايلو ځنډ له امله سوداگرو په ميلياردونو دالر دوبۍ او ترکيې ته ولېږدولې

په افغانستان کې د ولسمشر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د حکومت له جوړېدا يوه اوونۍ اوړي خو د ماليې سرپرست وزير يې وايي چې تر ټولو ستره ننگونه يې د اقتصاد ښه کول دي.

عمر زاخېلوال له بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې د ټاکنو د پايلو ځنډ په دې مانا شو چې بې باوري پيدا شي.

سرپرست وزير وويل په ميلياردونو ډالر پانگوالو له افغانستانه وايستل.

د افغانستان د ماليې سرپرست وزير بي بي سي ته وويل د ټاکنو پر وخت شوې ژمنې ښايي په گرانه پوره شي.

(( هغو هيلو ته ځواب به يوه لويه ننگونه وي چې ټاکنو يا کمپاين پيدا کړي، خو له دې سربېره موږ نورې ننگونې هم لرو ، دغه اغېز چې ټاکنو پر اقتصاد لاره، دا بې باوري چې يې پيدا کړه، پيسې چې دباندې لاړې په ميلياردونو ډالره له هېواده دباندې دوبۍ ، ترکيې او نورو ځايونو ته لاړې، دا به د اوږد مهال اغېز ولري.))

اغيز يې د هېواد په لرو بر کې محسوس دى.

د بي بي سي خبريال ديويد لاين وايي په شمال کې له ازبکستان سره د افغانستان نښلونکى پل چې د سوداگرۍ لپاره د هېواد مهم بندر دى اوس غلى پروت دى.

تر دې وروستيو پورې دغلته دواړو غاړو ته لارۍ کتار ولاړې وې. خو څرنگه چې سياسي بې ثباتۍ دوام وکړ سوداگري هم تقريبآ په ټپه ودرېده.

په افغانستان کې د بهرنيانو مرستې تر هغو ډېرې وې چې د اروپا په پښو درولو لپاره تر دويمې نړيوالې جگړې وروسته پر مارشال پلان ولگېدې خو د لگېدلو پيسو په پرتله ډېر څه ونه شول.

اقتصادي او ټولنيزې ننگونې چې نوى افغان حکومت ورسره مخامخ دى خورا ډيرې دي.

دا حالت په دې لا خرابيږي چې د امريکا په مشرۍ بهرني ځواکونه هم وتونکي دي او هغه پيسې چې دغو ځواکونو په افغانستان کې لگولې نورې نشته.

ورته مطالب