بشري حقونه: د پغمان اعدامونه بايد وځنډيږي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بشري حقونو د څار نړیوالې ټولنې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني نه غوښتي چې د دغو پنځو کسانو د اعدام پرېکړه دې وځنډوي

د پغمان قضیې پنځه بندیان به سبا ته د کابل په پلچرخي زندان کې اعدام شي.

لس ورځې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپل کار په وروستیو ورځو کې د دغو پنځو تنو د اعدام حکم لاسلیک کړ.

د دغې لس کسیزې ډلې دوه تنه یې په ۲۰ کاله بند محکوم شول او درې تنه نور یې لا هم نه دي نیول شوي. پولیس وايي، د دریو نورو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.

د افغانستان حکومت به سبا پر دغو پنځو کسانو چې په پغمان ولسوالۍ کې د لارشوکونې، لاروهنې او جنسي تیري په تړاو د افغانستان د درې ګونو محکمو لخوا مجرمان پېژندل شوي د اعدام حکم تطبیق کړي.

د افغانستان لوې څارنوالۍ یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل چې د دغو کسانو د اعدام حکم به سبا ته عملي شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په کابل کې یوې خبري غونډې ته تایید کړه چې سبا به د پغمان د قضیې پنځه مجرمین اعدام شي.

دغه پنځه کسان چې سبا به اعدامېږي د هغې لس کسیزې ډلې برخه دي چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې یې د پغمان ولسوالۍ په لویه لار کې له یوه واده را روان میلمانه په لاره ايسار کړي و.

نارینه یې ترې یو اړخ ته تړلي و او له مېرمنو یې ګاڼۍ او پیسې اخیستې وې او پر څلورو مېرمنو یې ډله ییز جنسي تیری هم کړی وو.

د کابل پولیسو مشر جنرال ظاهر وايي، په افغانستان کې د جرمونو کمیدو لپاره باید ولسمشر اشرف غني د نورو مجرمینو د اعدام حکم هم لاسلیک کړي.

بل خوا د بشري حقونو د څار نړیوالې ټولنې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني نه غوښتي چې د دغو پنځو کسانو د اعدام پرېکړه دې وځنډوي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ټولنې د افغانستان سترې محکمې لخوا د پغمان قضیې د پنځو تنو د اعدام حکم ناهیلې کوونکې پرېکړه بللې وه او د محکمې د روڼتیا په اړه یې هم شکونه څرګند کړی و.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپل کار په ورستیو ورځو کې د حبیب استالیف د اعدام حکم هم لاسلیک کړ.

نوموړی د یوې جنایت کارې ډلې چې په غلا، انسان تښتونه او انسان وژنه تورنه ده مشر وو.

د رپوټونو پر بنسټ په تېره نژدې یوه لسیزه کې د افغانستان محکمو له ۳۰۰ نه د ډیرو کسانو د اعدام حکم صادر کړی خو پخواني ولسمشر حامد کرزي چې ۱۳ کاله د افغانستان ولسمشر و یوازې د ۱۳ کسانو د اعدام حکم توشیح کړی.

ورته مطالب