اروزګان کې یوه کس د خپلې کورنۍ شپږ غړي وژلي

د انځور حقوق
Image caption د اروزګان د والي ویاند زیاتوي، د پولیسو په ځوابي ډزو کي رحیم الله وژل شوی او دوه تنه عام وګړي ټپیان شوي.

د ارزګان د مرکز ترينکوټ په (اب برده) سيمه کي کې يوه کس د خپلې کورنۍ شپږ غړي په ډزو وژلي، چې بیا وروسته قاتل هم د پولیسو په ډزو وژل شوی.

د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وایي، دغه پېښه نن چهارشنبې سهار شاوخوا لس بجې وروسته له هغه رامنځته شوه، چې د رحیم الله په نوم یوه کس له خپل پلار سره تر شخړې وروسته د خپلي کورنۍ پر غړو ډزې وکړې او شپږ تنه يې ووژل.

ښاغلي ناياب وایي، د رحيم الله په ډزو کې د هغه پلار، ورور وراره او درې مېرمنې وژل شوي دي.

په کندهار کې زموږ خبریال مامون درانی وايي، له پېښې وروسته پوليس سيمې ته رسېدلي چې د رحیم الله په نوم دغه کس پر پولیسو هم ډزې پیل کړې.

د اروزګان د والي ویاند زیاتوي، د پولیسو په ځوابي ډزو کي رحیم الله وژل شوی او دوه تنه عام وګړي ټپیان شوي.

کورنی تاوتریخوالی

که څه هم چارواکي دغه پېښه له کورني تاوتریخوالي سره تړي، خو تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې د کورني تاوتريخوالي اصلي لامل څه دى.

وړاندې تر دې یوه ورته پېښه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې هم رامنځته شوې وه.

که څه هم چارواکو هغه مهال د پېښې د رامنځته کېدو لامل کورنی تاوتریخوالی یاد کړي و، خو وروسته څرګنده شوه چي دغه کس او د کورنۍ غړي یې د پولیسو له خوا په ډزو وژل شوي وو.

د روان ۲۰۱۴ کال په تېر اګست کې د اروزګان مرکز ترینکوټ کې یوه پولیس خپل شپږ ملګري لومړی بې هوښه کړي او بیا یې وژلي وو.

بل خوا، د هلمند مرګز لښکرګاه کې یوه ځانمرګي بریدلږترلږه درې کسان وژلي او ۱۹ نور یې ټپیان کړي دي.

ورته مطالب