د پغمان د ډله ييز جنسي تېري پړه اعدامېږي

د انځور حقوق Reuters

په پام کې ده، نن چارشنبه (د تلې ١٦) هغه پنځه تنه اعدام شي، چې د غلا او پر مېرمنو د ډله ييز جنسي تېري په جرم د افغانستان درې گونو محکمو په اعدام محکوم کړي دي.

دوى د هغې لس کسيزې ډلې غړي دي، چې يوه مياشت مخکې د پغمان په لاره کې يې له يوه واده راستنې شوې څلور مېرمنې د هغوى له نارينه وو جلا کړې او تر لوټلو وروسته يې پرې ډله ييز جنسي تېرى وکړ.

پرون د افغانستان د لويې څارنوالي ترڅنگ د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم دا ومنله، چې دوى به نن اعدام شي.

د کابل د پوليسو قوماندان جنرال ظاهر وويل ښايي چې دوى د څرخي پله په زندان کې اعدام شي.

له دوى دوه تنه يې په شل - شل کاله بند په سزا محکوم شوي دي او درې نور يې لاهم آزاد گرځي.

مدني ټولنو او ولسي افغانانو د پېښې په تړاو له غوسې ډک غبرگون وښود او له حکومت نه يې هغوى ته د اعدام د سزا غوښتنه وکړه.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي لس ورځې مخکې تر هغې وروسته پرهغوى د اعدام د پلې کولو حکم لاسليک کړ، چې درې گونو محمکو يې د اعدام سزا تاييد کړه.

د کابل د پوليسو قوماندان جنرال ظاهر دا ډول اعدامونه ټولنه کې د جنايتونو د مخنيوي لپاره مهم بولي او له ولسمشر اشرف غني احمدزي د ورته گامونو د اوچتولو غوښتنه کوي.

خو د بشري حقونو د څار نړیوالې ټولنې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني نه غوښتي، چې د دغو پنځو کسانو د اعدام پرېکړه وځنډوي.

د بښنې نړیوال سازمان

د بښنې نړيوال سازمان 'امنيستي انټرنیشنل' هم د اعدام د دې حکم له پلي کېدو سره مخالفت ښودلى او ويلي دي، چې دغه حکم د سياسي فشارونو تر سيوري لاندې شوى دى.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپل کار په وروستیو ورځو کې د حبیب استالف د اعدام حکم هم لاسلیک کړ.

هغه د یوې جنایت کارې ډلې چې په غلا، انسان تښتونې او انسان وژنې تورنه ده، مشر و.

د رپوټونو پر بنسټ په تېره نژدې یوه لسیزه کې د افغانستان محکمو له ۳۰۰ نه د ډېرو کسانو د اعدام حکم صادر کړی، خو پخواني ولسمشر حامد کرزي چې ۱۳ کاله د افغانستان ولسمشر و، یوازې د ۱۳ کسانو د اعدام حکم توشیح کړی دى.

د فيسبوک د کاروونکو پيغامونه

محمد افغان: دوى باید ضرور اعدام شي؛ ځکه وايي که بې ګناه وای نو په دریو محکمو کې به له دوو کامیاب وتلی وای.

فیضان الله صاف: که دوی اعدام نه شي نو دا به له اسلامي اصولو، افغانیت او اساسي قانون نه سرغړونه وي.

عصمت الله روحاني: که اعدام نه شي نو سبا خو هرڅوک دغسې کار کوي.

سنګر افغان وايي ډېرو خبرو ته حاجت نشته اعدام دې شئ.

سور افغان: باید په عام چوک کې اعدام شي چې نور خلک ترې عبرت واخلي، اوبیا څوک د چا عزت ته په سپکه ونه ګوري.

مومن مومند: کومه سزا چې نافذه قانون او اسلام کې ورته ټاکل شوې هماغه دې ورکړي.

شمس الحق شمس: هرڅوک چې د دې اعدام مخالفت کوي که د هغه له کورنۍ سره همداسې وشي نو څه جزا به ورکړي؟

عبیدالله امرخیل: باید اعدام شي، ددوی اعدامول به نورو ته پند شي. که دوی اعدام نه شول، داسې پېښې به لانورې هم وشي.

احمد جمالزی: که د رسنیو په مخکې اعدام شي دا به یو پند او عبرت وي، د داډول نورو جنایتکارانو لپاره هیله ده ټول خلک یې وګوري.

ورته مطالب