"تر یوې اوونۍ دې د بې برخلیکه بندیانو دوسیې وڅېړل شي"

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان ولسمشر د هېواد له یوه زندانه لیدنه یوه بې سارې چاره ده.

افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي تېره شپه په عدلي او قضايي سیستم کې د اصلاحاتو په موخه د څرخي پله له زندانه لیدنه وکړه.

د ولسمشر حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې دغه لیدنه د شپې له ۹ تر ۱۱ بجو تر سره شوه.

ښاغلی محمدي وايي په دغه لیدنه کې بندیانو د افغانستان له ولسمشر سره په مخامخ ډول خبرې وکړې او د خپلو ستونزو په اړه وغږېدل.

ښاغلي محمدي زیاتوي چې یو شمېر بندیانو ادعا کوله چې له کلونو راهیسې د دوی د قضیو په اړه پرېکړه یا بشپړې پلټنې تر سره شوې نه دي.

هغه لست چې د بندیانو له خوا ولسمشر ته ورکړل شوی ښيي چې لږ تر لږه لس بندیان له ۹ نه تر دیارلسو کلونو پورې د محکمې له پرېکړې پرته په څرخي پله کې بې برخلیکه بندیان دي.

ښاغلي محمدي په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي:

"ولسمشر څارنوالانو ته خبرداری ورکړ چې په یوه اوونۍ کې دې د بې برخلیکه بندیانو وضعیت څرګند کړي او په دې اړه دې کره او د شواهدو پر بنسټ راپور ده ته وړاندې کړي ګنې نو د دغو بندیانو پر ځای به دوی خپله په زندان کې کښیني".

افغان ولسمشر همدا راز ټینګار وکړ هغه کسان چې د ماشومانو، ښځو او امنیتي ځواکونو د وژنې په جرم کې بندیان دي پرته له کومې نرمې باید د زندان خپله دوره پشپړه کړي.

د افغانستان ولسمشر د هېواد له یوه زندانه لیدنه یوه بې سارې چاره ده.

د څرخي پله زندان د افغانستان تر ټولو ستر زندان دی چې اوسمهال په کې ۷۳۳۹ کسان بندیان دي.

تېره ورځ سهار په همدې زندان کې د پغمان په ولسوالۍ کې د ډله ایز جنسي تیري په جرم پنځه کسان او انسان تښتونکی حبیب استالف اعدام شول.

که څه هم د بښنې نړیوالې ادارې او یو شمېر نورو نړیوالو ټولنو له افغان ولسمشر نه د اعدام د دغو حکمونو د لغوه کولو یا ځنډولو غوښتنه کړې وه خو دغه حکمونه پلي شول.

تر دې وړاندې هم افغان ولسمشر د عدلي او قضايي سیستمونو د اصلاح په موخه د هېواد د یو شمېر حقوق پوهانو او څارنوالانو سره په ارګ کې ولیدل.

د افغانستان د مدافع وکیلانو د ټولنې مشر روح الله قاري زاده وویل چې په دغه لیدنه کې حقوق پوهانو له څارنوالیو د فاسدو کسانو له دندې ګوښه کولو، په څارنوالیو کې د یوه روڼ بهیر له لارې د خلکو ګومارلو او د څارنوالیو فعالیت د قانون پر بنسټ سپارښتنې وکړې.

نوموړی وايي اوسمهال د اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر خبرې او ژمنې له هیلو ډکې دي خو عملي کېدل به یې وخت ثابت کړي.

ورته مطالب