سالنګ کې د سږ کال لومړنۍ واوره وشوه

Image caption د افغانستان په مرکزي او شمالي ختیځو سیمو کې هم واوره شوې ده. داسې ښکاري چې سږنی ژمی ډیر را لنډ شو.

د افغانستان په سالنګونو او بامیانو کې د سږ کال لومړنۍ واوره ووریده.

د افغانستان په مرکزي او شمال ختیځو سیمو کې هم واوره شوې ده. داسې ښکاري چې سږنی ژمی ډیر را لنډ شو.

له کابله، چې هلته هم نن هوا سړه وه، زموږ همکار سمیع الله موسی زي دغه راپور رالیږلی دی.

په افغانستان کې د ژمي موسم له اوسه ځکه د اندېښنې وړ ښکاري چې د نورو کلونو پرتله ژر را ورسید. په پلازمېنه کابل کې ورېځ ده او هوا یې سړه.

له دوو ورځو راهیسې د افغانستان په ځینو مرکزي او شمال ختیځو لرې پرتو سیمو کې واوره شوې او واوره خو مالومداره ده چې د ژمي موسم د را رسیدو خبر له ځان سره لري.

د راپورونو له مخې په شمالي سالنګ کې تېره ورځ واوره وریدلې خو دومره ډېره نه وه چې ترافیکي بهیر ته ستونزې پېښې کړي.

د افغانستان په مرکزي سیمو کې هم نن واوره شوې ده.

یو ځايي خبریال وايي د بامیانو پر غرونو د واورې سپین څادر غوړېدلی او د امیر بند په شاوخوا کې هم واوره ورېدلې ده.

بدخشان د افغانستان هغه ولایت دی چې ډېره واوره په کې ورېږي. اوس د دغه ولایت یوازې د غرونو په لوړو څوکو واوره وریدلې ده.

د افغانستان د وزیرانو شورا په لومړنۍ غونډه کې هم د واورې او ساړه ژمي په اړه خبرې وشوې.

اجرایوي مشر عبد الله عبد الله د کرنې له وزارته وغوښتل چې په راتلونکې غونډه کې سړو سیمو ته د خوراکي توکو د لېږد په اړه راپور وړاندې کړي.

نوموړي همدا راز له فوایدې عامې وزارته وغوښتل چې د لویو لارو د پرانستو ساتلو په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

ښايي د نړۍ په ځینو هیوادونو کې خلک واورې ته خوشاله شي. په افغانستان کې هم ځینې ښايي له دې امله واورې ته خوشاله وي چې د اوبو زېرمې ورسره زیاتېږي.

خو دا چې په ساړه ژمي کې په افغانستان کې د خونو د تودو ساتلو لپاره وسایل کم دي او یو زیات شمېر خلک د خونو د تودولو توان نه لري نو ښايي د ډېرو لپاره د ژمي موسم را رسیدل د خوښۍ خبره نه وي.

ورته مطالب