کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ درې پېښې موندل شوې

د انځور حقوق reuters
Image caption د روغتیا وزارت وايي، د ګوزڼ ضد واکسین لپاره یې ۵۶ زره رضاکاره کسان ګومارلي، چې ترڅنګ یې درې زره رسمي واکسیناتوران هم برخه اخلي.

د تېر کال په لیندۍ میاشت کې د افغانستان د روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې د هېواد په سوېل کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې له منځه تللې او په هلمند او کندهار ولایتونو کې، چې تل به پکې د ګوزڼ پېښې ثبتېدې، ددغې ناروغۍ هېڅ پېښه نه وه ثبت شوې.

خو اوس د کندهار ولایت روغتیايي چارواکي وايي، د کندهار په ښار او دوو نورو (پنجوايي او ډنډ) ولسوالیو کې د ګوزڼ درې پېښې ثبت شوې دي.

د کندهار د روغتیا مشر عبدالقیوم پخلا بي بي سي ته وویل، په دغې ناروغۍ یوه اخته کس د پاکستان له کراچۍ او دوه نور یې له هلمند او اروزګان ولایتونو کندهار ته راغلي دي.

ددغه ولایت روغتیايي مسؤولین وايي، هڅه یې ده ده چې په کندهار کې د ګوزڼ د ختمولو لپاره بیا مټې رابډوهي، خو وړاندې یې په تېر یوه کال کې لس ځلې د مشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاینونه کړي دي.

د ماشومانو ګوزڼ یا فلج که څه هم درملنه نه لري، خو مخه یې نیول کېدای شي. دغه ناروغي تقریباً په ټوله نړۍ کې له منځه تللې، خو یوازې افغانستان، پاکستان او نایجریا کې یې لاهم پېښې شته.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب مشر توفیق مشال وايي، په روان کال کې افغانستان کې د ګوزڼ ۱۲ پېښې ثبت شوې.

د هغه په وینا، په تېر یوه کال کې د ګوزڼ د پېښو شمېر څوارلسو ته رسېده.

ښاغلی مشال په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو اصلي لاملونه د افغانانو او پاکستاني وګړو د تګ راتګ ډېرېدل او د ناامنیو ډېرېدل په ګوته کوي.

په ناامنو سیمو کې ددغې ناروغۍ خپرېدل تر ډېره زیات وي؛ ځکه چې ځینې وخت واکسیناتوران په دغو سیمو کې له ستونزو سره تر لاس او ګرېوان کېدو وروسته، اړ کېږي، چې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورنه کړي.

د ګوزڼ ډېری پېښې د ډیورنډ پر کرښه پرتو سیمو کې لیدل شوې، دغه سیمې ناامنه دي او تر اوسه پاکستان او افغانستان کې د ګوزڼ ریښې نه دي ایستل شوې.

په پام کې ده، چې د روغتیا وزارت چارواکي د ګوزڼ ضد واکسینو هر پړاو کې تر پنځه کلنۍ د ټیټ عمر تر ۸،۲ میلیون پورې ماشومان واکسین کړي.

د روغتیا وزارت وايي، د ګوزڼ ضد واکسین لپاره یې ۵۶ زره رضاکاره کسان ګومارلي، چې ترڅنګ یې درې زره رسمي واکسیناتوران هم برخه اخلي.

رضاکاره واکسیناتوران له سیمه ییزو خلکو ټاکل کېږي، چې په داوطلبانه ډول په دې کمپاین کې ګډون کوي.

ورته مطالب