''ښوونکو ته تشویقي امتیازات ورکړئ''

د انځور حقوق epa
Image caption ولسمشر پر مخالفینو هم غږ وکړ چې ځان یې له تعلیمه محروم کړی، خو خپل اولادونه دې د پوهې له بهیره نه محروموي.

افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د پوهنې بهیر د پیاوړي کولو ژمنه وکړه. ولسمشر احمدزی وايي یو پلاوی ټاکل شوی چې د پوهنې قانون له نظره تطر کړي او ورسره د د ملکي مامورنیو ترمنځ دوه ګونی حالت هم لېرې شي.

د ښوونکي د ورځې د لمانځلو د مراسمو پر مهال ولسمشر اشرف غني احمدزي امنیتي ارګانونو ته دنده وسپارله چې په دغه وزارت پورې اړوند ټول ملکیتونه د څلورو میاشتو په اوږدو کې بېرته دغه وزارت ته وسپاري.

دا مهال زیاتره ښوونکي د معاشونو د لږوالي او امتیازونو د نه شتون خبر کوي. خو ولسمشر احمدزی وايي ښوونکو ته باید د هغوی سیمه ییز امتیازونه ورکول شي، چې په کال کې اته سوه میلیونه ډالرو ته رسیږي او دوی به دا پیسې ورته بېلې کړي.

ولسمشر پلاوي ته دنده وسپارله چې ښوونکو ته تشویقي امتیازونه ورکړي او د امکان تر حده به خپله ښوونکو ته مډالونه ورکوي.

ولسمشر احمدزي د ټولو ولایتونو مسؤولینو ته دنده وسپارله چې خپله کاري راپورونه وروسپاري، او دا چې خپله دا راپورونه لولي نو خبرداری یې ورکړ که د کوم چارواکي په راپور کې نیمګړتیا وه، نو ښايي ګوښه کړای شي.

نوي افغان ولسمشر له ښوونکو د فساد سره د مبارزې په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه او وايي هر څومره چې له فساد سره په مبارزې کې بریالي اوسي هومره به د دوی د معاشونو په ډېروالي اغېز وکړي.

د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر ډاکټر فاروق وردګ په تېرو دیارلسو کلونو کې د پوهنې برخې د پرمختګ په اړه وویل چې دوی دا مهال شاوخوا یوولس نیم میلیونه زده کوونکي لري، چې د ۲۱۷۰۰۰ ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کیږي.

خو ولسمشر احمدزی وايي ''د پوهنې په کمیت کې ډېروالی راغلی، خو په کیفیت کې لا هم ګڼې ستونزې شته'' او زیاتوي ''موږ باید خپل پوهنیز نظام داسې جوړ کړو چې د دولسم ټولګي هر فارغ کار ومومي.

ترڅنګ یې باید په نصاب کې هم بنیادي بدلون راشي. چې دا ډېره اړینه ده او موږ به ان شاءالله پرې بریالي کیږو''.

ښاغلی احمدزی وايي ''دا مهال د ښوونځیو تر منځ ستر توپیرونه شته. باید لږترلږه شل ښوونځي د لیلیې په بڼه وي. هغو ولایتونو ته چې د پوهنې بهیر پکې وروسته پاتې دی باید د پرمختګ زمینه ورته برابره شي''.

ولسمشر پر مخالفینو هم غږ وکړ چې ځان یې له تعلیمه محروم کړی، خو خپل اولادونه دې د پوهې له بهیره نه محروموي.

د افغانستان د پوهنې وزیر وايي په تېرې یوې لسیزې کې اتیا زرو ښوونکو ته یوه یوه نمره ځمکه ویشل شوې ده.

خو ولسمشر احمدزي اړوندو چارواکو ته دنده وسپارله چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې ښوونکو ته د یوې یوې نمرې ځمکې د ویش په اړه ډاډ ورکړي.

ورته مطالب