'افغان حکومت دې د جنسي ځورونې مخه ونیسي'

د انځور حقوق
Image caption د جنسي ځورونو مخنیوی وشي.

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان پر نوي حکومت غږ کړی، چې په تعلیمي ادارو، دفترونو او عامه ځایونو کې د ښځو د جنسي ځورونې د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

دغه سازمان په خپل یوه رپوټ کې ویلي، په افغانستان کې داسې قوانین نشته، چې په ځانګړي ډول د جنسي ځورونې مخنیوی وکړي او یا د دغو پېښو قربانیان و ژغوري.

د بشري حقونو د دې مدافع ټولنې په خبره، د افغانستان حکومت تر اوسه داسې کومې اغېزمنې تګلارې نه لري، چې له مخې یې د جنسي ځورونو مخنیوی وشي.

د دغه سازمان په خبره د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د اکتوبر په پینځمه په ښوونځیو کې د دا ډول ځورونو کچه هیښوونکي وبلله.

ولسمشر احمدزي تر دې وړاندې د بي بي سي په ازادې جرګې پروګرام کې له ولس سره ژمنه کړې وه، چې د دغو پېښو د مخنیوي لپاره به هر اړخیزې هڅې کوي.

"ده وویل، دا زما لپاره د زغملو وړ نه ده چې زموږ ناموس تر ګواښ لاندې وي. او د دغه کار پیل له دولتې ادارو نه کیږي. هره افغانه ښځه چې په یوې دولتې ادارې کې یې پوره عزت و نه شې او کوم دولتې چارواکی د جنسې اړیکو تمه ترې ولري، دا چارواکی باید د قانون منګولو ته وسپارل شي او سخته سزا ورکړل شي".

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې هیدر بار په خپلو څرګندونو کې ویلي، ولسمشر احمدزی یو کمساری فرصت په لاس کې لري، چې د جنسي ځورونې د مخنیوي لپاره داسې لارې چارې راوباسي چې له مخې یې په افغان ټولنه کې د ښځو رول په یو مخیز ډول بدل شي.

ورته مطالب