"اقتصادي کړکېچ به افغانستان کې اورپکي پیاوړي کړي"

د کړکېچ نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی که اقتصادي کړکېچ ته د افغانستان د پریوتو مخه ونه نیول شي، د اورپکو پیاوړتیا ته به لاره هواره کړي.

د دغه بنسټ په راپور کې چې پرون خپور شو راغلي چې ولسمشر اشرف غني احمدزی په ستونزمن وخت کې د واک واګې تر ګوتو کړې چې د مالي سرچینو له نشتوالي سره مخامخ دی.

راپور وايي دا ډار شته چې د حکومت وسلوال مخالفین ځواکمن شي.

زموږ خبریال مصطفی سالک خپل رپوټ کې لیکي:

د کړکېچ نړیوالې ډلې په خپله رسنیزه خبرتیا کې ویلي سره له دې چې اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د واک د لیږد او ثبات په هیله د ملي یووالي حکومت جوړ کړ خو دا شونې ده چې دغه ډول حکومت په کابل کې ډلیز توپیرونه برسیره کړي، چې ورسره به د اصلاحاتو بهیر له ننګونو سره مخامخ شي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې ویلي په داسې حل کې چې د خپل منځي ستونزو د هواري لپاره کوم جوړښت نه وي، د حکومت د پایښت لپاره به د نړیوالې ټولنې رول مهم وي، چې د دغو انګېرل شویو توپیرونو او اختلافونو پر مهال منځګړتوب وکړي.

دغې ډلې خبرداری ورکړی چې اقتصادي کړکېچ ته د افغانستان د پریوتو د مخ نیوي په موخه یو شمیر تدبیرونو نیولو ته اړتیا لیدل کیږي.

دوی زیاتوي که داسې ونه شي نو د حکومت د وسلوالو مخالفینو ځواکمنیدا ته به لاره هواره شي.

دغې ډلې افغان حکومت ته سپارښتنه کړې په راتلونکو اونیو کې هڅه وکړي چې د بانکونو نومونه یې د اسیايي بانکونو په تور نوملړ کې رانه شي.

دوی همدا راز ویلي افغانستان باید د هغو مرستو د خپلولو په برخه کې ډاډ تر لاسه کړي چې ژمنې یې د ټوکیو غونډه کې له دغه هیواد سره شوې وې. د کړکېچ نړیواله ډله وايي سره له دې چې د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون پر بنسټ به تر ۲۰۱۵ میلادي کال وروسته هم یو شمېر امریکايي سرتېري په دغه هیواد کې پاتې شي خو وړاندوینه یې دا ده چې بیا به هم افغان ځواکونه له ننګونو سره مخامخ وي.

دغې ډلې له افغان حکومته غوښتي نړیواله ټولنه دې ته چمتو کړي چې په راتلونکو کلونو کې د افغان ځواکونو د هوايي ملاتړ او اړتیاوو پوره کولو لپاره افغانستان سره میلیاردونه ډالره نوره مرسته وکړي.

ورته مطالب