کابل هوايي ډګر کې د ایبولا د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي

Image caption د کابل په هوایي ډګر کې د مساپرو تګ راتګ د افغان حاجیانو په راستنیدلو سره زیات شویدی

له هغه وروسته چې په نړۍ کې د ایبولا په ویروس د اخته کسانو شمېر مخ په ډېردو شو، په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د کابل په هوایي ډګر کې یوه روغتیایي ډله په کار ګومارل شویده.

دغه ډله د ایبولا د ویروس او نښو نښانو په هکله مساپرو په ځانګړي توګه حاجیانو ته لار ښونې کوي، دا رنګه هغه مساپر چې د ایبولا د ناروغۍ شکمنې نښانې ولري په هوایي ډګر کې یې د لابراتواري معاینې لپاره چمتوالی نیول شویدی.

د کابل په هوایي ډګر کې د مساپرو تګ راتګ د افغان حاجیانو په راستنیدلو سره زیات شوی دی.

راستنو شویو حاجیانو د پوهاوي لپاره بیلابیلې تبلیغاتي پاڼې لګول شوې او هغه روعتیاپالان د دغو حاجیانو سره د ایبولا ناروغۍ په نښو نښانو غږیږي . د حج مراسمو څخه یوه راستنه شوې میرمن په دې اړه هغې ته ورکړل شوې لارښونې ډېرې ارزښتناکې وبللې: "کله چې له الوتکې څخه راښکته شوم او هوایي ډګر ته رادننه شوم د روغتیا وزارت د روغتیایي ډلې غړي تولو حاجیانو ته تبلیغاتي پاڼې په لاس کې ورکړې که کوم حاجي زکام وي تبه ولري او ځینې نورې نښې نو روغتیایي ډله د دوې په خدمت کې ده یواځې اوس نه که نور وختونه هم داسې کومه ناروغي دوی ته پیښیږي کولی شي د درملنې لپاره ورشي."

په کابل کې دوه روغتونونه همدغې ناروغۍ ته ځانګړې شوي چې د ایبولا په ناروغۍ د مشکوکو اخته کسانو درملنه او څارنه کوي.

ټاکل شوې ۲۴ زره حاجیان په 118 الوتنو کې افغانستان ته ستانه شي.

د افغانستان د روغتیا وزارت وایي، د ایبولا ناروغۍ ویروس یواځې د حاجیانو له لوري افغانستان ته رادننه کیدلی شي.

د کابل د یو روغتون ډاکټر امان الله شهباز وایي، تر دې دمه چې کوم حاجیان له حجه ستانه شوي د ایبولا د ناروغۍ نښې په کې نه دي لیدل شوې.

د روغتیا وزرات روغتیایي ډلې اوسمهال افغان حاجیانو ته پرته له کومې معاینې د ایبولا په هکله معلومات ورکوي او هغه کسان معاینه کوي چې د ایبولا ناروغۍ شکمنې نښې ولري.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا په دغې ناروغۍ شاوخوا ۴۰۰۰ کسان وژلي چې دغه څه د ډیرو هیوادونو په خلکو کې اندیښنې زیاتې کړیدي.

ورته مطالب