د افغانستان ملي امنيت : هوايي بريد د جندالله مشر وژلى دى

د انځور حقوق NDS

د افغانستان ملي امنیت ادارې ویلي، په افغانستان کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د جندالله ډلې مشر په يوه هوايي بريد کې وژل شوى دى. اداره وايي ملا شمس الدين پرون مازديگر تخار کې په يوه هوايي بريد کې و وژل شو . خو په خپلواکه توگه دغه ادعا نه ده تاييد شوې.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې وياند حسيب صديقي بي بي سي ته وويل ملا شمس الدين، چې په قاري ذبيريې شهرت درلود په افغانستان کې د جندالله ډلې مشرو .

ښاغلى صديقي وايي ملاشمسالدين د هېواد په شمال ختيځو ولايتونو کې د سياسي او امنيتي چارواکو په وژلو کې مخامخ لاس درلود.

دبيلگې په توگه هغه دکندز د امنيه د پخواني قوماند مولانا سيدخيل په وژلو کې ښکيل و .

ښاغلى صديقي وايي په دې عملياتو کې له قاري شمس الدين سره د ملا اسد په نوم يو بل څوک هم وژل شوى دى، چې د تخارولايت د اشکمش ولسوالۍ اوسيدونکى دى.

د رپوټونو له مخې د ازبکستان د اسلامي غورځنگ اورپکي د پلازمېنې کابل په گډون په يو شمېر مهمو بريدونو کې ښکيل و .

تير کال د جون په ۲۴ مه نېټه په کابل کې د ولسمشرۍ دفتر ته نژدې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې پر یوه دفتر چې په اریانا هوټل کې و ، کم ساری برید وشو.

افغان چارواکو وویل چې په هغه برید کې اته بریدګر وو چې ټول پر هغه وخت ووژل شول.

یوې افغان امنیتي سرچینې هغه مهال د نوم نه د ښوولو په شرط بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل چې دا عکسونه د امریکايي چارواکو له خوا ورسپارل شوي دي.

سرچینې وویل دوی ته ویل شوي چې دا کسان د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي دي چې په وزیرستان کې له حقاني شبکې سره لار لري.

افغان امنیتي سرچینه وايي امریکاييانو ورته ویلي چې د دوی له پلټنو وروسته ورته په ډاګه شوې چې بریدګر د ازبکستان د اسلامي غورڅنګ غړي وو چې د حقاني شبکې یې ملاتړ او پالل کوي

ورته مطالب