کابل پولیس: د کابل بانک ټولو تورنو نیونه د پولیسو تر وس وتلې ده

کابل بانک د انځور حقوق AFP
Image caption د کابل بانک قضیه کې ټول ټال ۲۱ کسان تورن شوي، چې اووه یې نیول شوي

د کابل پولیس وايي د کابل بانک په کړکېچ کې د یو شمېر تورنو د نیولو واک نه لري، چې په وینا یې دا هغه کسان دي چې نیونه یې د ډیپلوماټیکو کړیو او نړیوالو ټولنو کار دی.

د کابل پولیسو مشر وايي دغه کسان د هندوستان د سفارت او ځینو نورو هېوادونو په ضمانت او ناقانونه توګه له افغانستانه ایستل شوي دي.

په تېرو دوو اونیو کې د کابل بانک په کړکېچ کې اوه تنه تورن کسان نیول شوي.

کابل کې زموږ همکار محمود کوچی پخپل راپور کې وايي، په کابل بانک کې د شویو درغلیو د سپیناوي په موخه د افغان ولسمشر له فرمانه درې اونۍ تېرې شوې، د دغه حکم له مخې لوی څارنوالۍ ته په دغه قضیه کې د یوویشتو کسانو د نیولو سپارښتنه شوې.

خو د دریو اونیو تر تېرېدو وروسته د کابل د پولیسو مشر وايي چې د دغو تورنو کسانو په ډله کې داسې کسان هم شته چې له هېواده د باندې دي او دوی یې د نیولو واک نه لري:

Image caption جنرال ظاهر وايي، د کابل بانک ټول تورن نیول د کابل پولیسو تر وس وتلې خبره ده

''اوه تنه تورن کسان مو نیولي، هغه چې پاتې دي د هغوی نیونه زموږ له واکه بهر خبر ده، دوه تنه هندیان وو چې د هندوستان سفارت په ضمانت خوشي شوي، دغه کسان د انټرپول یا د نړیوالو پولیسو له خوا نیول کېدای شي، درې نور یې چې د بانکونو پخواني چارواکي دي، دوه تنه پاکستان ته تښتېدلي، البته دوی مخکې تښتېدلي او دوه تنه یې په کلپو ضمانتونو خلاص شوي، موږ هڅه کوو چې هغوی هم ونیسو''.

دا رنګه د کورنیو چارو وزارت وايي چې تر اوسه دوی ډېر هغه پوروړي اړایستي چې د کابل بانک پورونه پرې کړي.

افغان ولسمشر د خپلې کار په لومړنیو شپو ورځو کې ویلي وو چې د کابل بانک د کړکېچ هواری او په هغه کې له ښکېلو کسانو پوښتنې ګروېږنې د ده د چارو په لومړیتوبونو کې راځي چې دغه پورته شوی ګام تر ډېره د ګڼو افغانانو له هرکلي سره هم مخامخ شو.

ګڼ کتونکي وايي که چېرته نوی افغان حکومت له دغې ازموینې بریالي راووځي، نو ښايي ورسره د افغانستان په قضايي څانګو د ډېرو هغو خلکو باور بیا پیدا شي چې په تېرو کلونو کې یې له لاسه ورکړی و.

ورته مطالب