ملي امنیت: ننګرهار کې د القاعدې یو مشر وژل شوی

ایمن الظواهري د انځور حقوق
Image caption ملي امنیت ابوالبراء الکویتي د القاعدې شبکې د اوسني مشر ایمن الظواهري زوم بللی.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، د ختیځ ننګرهار نازیانو ولسوالۍ کې د ''القاعدې'' شبکې د یوه قومندان عبدالصمد خنجري پر کور بمبار کې د القاعدې شبکې یو لوړپوړی مشر ابوالبراء الکویتي وژل شوی.

ملي امنیت وايي، پېښه د روانې تلې پر ۲۶ د نازیانو ولسوالۍ په لعل منډي کې شوې ده.

سرچینې الکویتي د افغانستان په ختيځ کې د ''القاعدې'' شبکې یو جګپوړی مشر بللی، چې په وینا یې ددغې شبکې د اوسني مشر ایمن الظواهري خپلوان هم دی.

ویل کېږي، چې د برید په ځای کې یو کلاشنیکوف، یوه پیکا او یو ورونپاسی (لپ ټاپ) کمپیوټر هم د ملي امنیت سرتېرو لاسونو ته ورغلي دي.

د حقاني شبکه

د روانې تلې پر ۲۵، د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي وو، د حقاني شبکې دویم نمبر مشر انس حقاني یې د دغې شبکې له یوه بل قومندان حافظ رشید سره په خوست ولایت کې نیولي.

انس حقاني د حقاني شبکې د بنسټګر جلال الدین حقاني زوی دی.

دغې ادارې په یوه بل راپور کې ویلي وو، چې د ملي امنیت ادارې، په افغانستان کې د ''ازبکستان د اسلامي غورځنګ'' د ''جندالله'' ډلې مشر په يوه هوايي بريد کې وژل شوى دى.

اداره وايي ملا شمس الدين، چې په قاري زبیر مشهور و، تخار کې په يوه هوايي بريد کې ووژل شو، خو په خپلواکه توګه دغه ادعا نه ده تاييد شوې.

پر همدې مهال، د کندوز امنیه قومنداني وايي، په دشت ارچي او ګل تپه ولسیوالیو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په نښته کې لږترلږه ۱۳ طالبان وژل شوي او ۶ نور نیول شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اونۍ کې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر ۲۵۰ ډېر ترهګریز بریدونه ثبت کړي، چې د وړمې اونۍ پرتله پکې ډېر زیاتوالی راغلی.

د دغه وزارت د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مشر سید عبدالغفار سید زاده یوې خبري ناستې ته وویل، د هېواد ۱۰ ولایتونو کې تېره اونۍ ۱۷۷ جرمي پېښې ثبت شوې، چې په تور یې ۱۹۰ کسان نیول شوي دي.

ورته مطالب