' د پولیسو د ځانګړو ځواکونو عملیات پراخ شوي دي '

د انځور حقوق AP
Image caption د پولیسو د ځانګړو ځواکونو عملیات پراخ شوي دي صدیق صدیقي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د حکومت وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره د پولیسو د ځانګړو ځواکونو عملیات پراخ شوي او تعرضي بڼه یې خپله کړې ده.

خو د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي دا هم وايي، چې وسله والو مخالفین هڅه کوي پر عامه افکارو اغېز وکړي او داسې وښيي چې ګواکې نوی حکومت هم نه شي کولی د خلکو امنیت وساتي.

ښاغلی صدیقي وایي، وسله والو طالبان د دې کار لپاره له ځانمرګو بریدونو او د سړک غاړې له ماینونو کار اخلي.

تیره ورځ وسله والو طالبانو د لوګر ولایت د څرخ پر ولسوالۍ پراخ برید وکړ.

دغه برید د ولسوالۍ پر ودانۍ او امنیتي پوستو پيل شو.

ځايي چارواکي وايي، سلګونه وسله والو په دغه پراخ برید کې لاس درلود، چې دواړو خواوو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې دي. خو چارواکي د کره شمېرو په اړه څه نه وايي.

بل لور ته تېره ورځ ( اکتوبر ۱۹ ) د کونړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې دیوې چاودنې له امله دیوې کورنۍ درې کوچنیان وژل شوي دي او دوه نور ټپیان دي.

ځايي اوسېدونکي وايي پېښه دهاوان یوې مرمۍ د لګیدو له امله رامنځته شوې ده.

د څوکۍ ولسوالۍ چارواکی وايي، تر اوسه نه ده معلومه چې مرمۍ له کوم لوري توغول شوې، خو دوژل شویو خپلوان وايي په سیمه کې دهېڅ نښتې نښې نښانې نه شته او نه ېې هم دکورونو څنګ ته پوځي پوستې شته.

د قربانيانو کورنۍ د مرمۍ د ویشتلو شک پر افغان امنیتي ځواکونو کوي، خو سیمه ییز چارواکي وايي د دوي له لوري هېڅ ګوزارونه نه دی شوي.