افغانستان کې د سینې سرطان سره د مبارزې کمپاین

د انځور حقوق SPL
Image caption افغانستان کې دسینې سرطان ناروغي ډېره شوې ده روغتیاپالان

د افغانستان لومړۍ مېرمنې، رولاغني یا بي بي ګل، د تیو یا سینې سرطان سره مبارزې کمپاین کې له افغان مېرمنو سره ژمنه وکړه، چې د ولسمشر د مېرمنې په حیث به تل د افغان مېرمنو تر څنګ ولاړه وي.

نوموړې د افغانستان له وقایوې طب مسوولانو وغوښتل، چې وارله مخه د احتیاطي تدبیرونو او عامه پوهاوي د کچې لوړولو په وسیله مېرمنې د تیو سرطان په ناروغۍ له اخته کېدو وژغوري.

د افغانستان عامي روغتیا سرپرسته وزیره ثریا دلیل وايي، مېرمنې باید له څلوېښت کلنۍ وروسته د ماموګرافۍ، یا سینې تصویري معاینات ترسره کړي، خو دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان دولتي روغتونونه د دغه ډول معایناتو لپاره اسانتیاوې نه لري.

نورمحمد سعید په خپل رپوټ کې کاږي، په افغانستان کې د سینې سرطان پر وړاندې د مبارزې لومړی پیل شوی.

د سینې یا تیو سرطان هغه ناروغې ده، چې امریکا کې د سرطان ملي انسټیټیوټ شمېرو له مخې له هرو اتو مېرمنو نه یوه د خپل ژوند اوږدو کې پرې اخته کېږي او د ډاکټرانو په وینا افغانستان کې هم دغه ناروغي ډېره شوې ده.

خو که دغه ناروغي په مناسب وخت تشخیص شي، درملنه یې ممکنه ده.

د افغانستان عامې روغیتا وزارت سرپرسته ثریا دلیل وايي باید مېرمنې له څلوېښت کلنۍ وروسته لږ تر لږه هر کال د مامو ګرافۍ معیانیات تر سره کړي، چې وايي دا د دغې ناروغۍ پر وخت تشخیص مناسبه وسیله ده.

که څه هم مېرمن دلیل د دغې چارې لپاره د یوه خصوصي روغتون یادوونه وکړه، چې یاده اسانتیا لري، خو د افغانستان ډېری بیوزله خلک د لګښت لوړې کچې له کبله نه شي کولای یاد روغتون نه ګټه واخلي او په دولتي روغتونونو کې د دغه ډول معیایناتو لپاره اسانتیاوې نه شته.

د افغان ولسمشر مېرمن بي بي ګل غني هم دغو مراسیمو کې موجوده وه او د افغانستان وقایوي طب له مسوولینو یې وغوښتل، چې د یادې ناروغۍ پر وخت معلومولو لپاره اقدامات وکړي.

(( د نن موضوع، چې د سینې سرطان دی، کېدای شي، د احتیاطي تدبیرونو او عامه پوهاوي کچې لوړولو په وسیله یې په مناسب وخت تشخیص او درملنه یې وشي، چې وقایوي طب دې برخه کې مهم رول لري، باید پام ورته وشي او په خلکو کې دود شي، د دغه هېواد د لومړۍ مېرمنې په توګه به تل له تاسې سره یم.))

په پام کې ده تر دوو نورو اونیو پورې دغه کمپاین دوام وکړي او په ترڅ کې به یې د برېښنايي او چاپي رسنیو له لارې د یادې ناروغي اړوند عامه پوهاوي لپاره معلومات خپاره شي.

افغانستان کې د سینې په سرطان د اخته مېرمنو کره شمېرې معلومې نه دي، خو ډاکټران د مراجعینو د شمېرو له مخې وايي، چې دغه ناروغي ډېره شوې ده.

د روغتیا وزارت چارواکو په وینا د دغه کمپاین یو بل هدف د سینې سرطان د تشخیص او درملنې برخې ته د پانګوالو پام اړول هم دی.