ژوند د طالبانو په مرکز کې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سید رحمان (کیڼ لاس) ځان د تنګي درې مشر ګڼي او د ولسوال بدري په نامه پېژندل کېږي.

نړیوال ځواکونه تر لس کاله جګړې وروسته له افغانستانه د وتلو په حال کې دي خو طالبان اوس هم د هېواد په ځینو برخو کې شتون لري. د بي بي سي د پانوراما خپرونې خبریال ته په ځانګړې ډول د طالبانو یوه مرکز ته د ننتو اجازه ورکړل شوې ده. دا مرکز په موټر کې له کابله نږدې یوازې یو ساعت واټن لري.

کله چې په یوه غرنۍ سیمه کې له خاورو او دوړو ډک پر یوه سړک د تنګي په دره کې مخ ته ولاړو، له کابله یوازې ۹۷ کیلومتره لرې وو او دا د طالبانو مرکز و. دا دره د کابل د دروازې په نامه یادېږي او پر پلازمېنه بریدونه له همدې ځای سمبالېږي.

د تنګي دره د وردګو په مهم ولایت کې موقعیت لري. دا هغه ځای دی چې په وروستیو کلونو کې د ناټو ځواکونو او طالبانو تر منځ د سختو جګړو شاهد و. د یوه داسې کس په توګه چې له تېرو لسو کلو راهیسې په افغانستان کې خبریالي کوي او د طالبانو د جنګیالیو له لورې په هلمند کې د تښتول کېدو تجربه هم لري، ښه پوهېدم چې دا ځای په ځانګړې ډول د لوېدیځ خبریالانو لپاره خطرناک دی.

له سید رحمان چې ځان د سیمې مشر ګڼي او د ولسوال بدري په نامه پېژندل کېږي، سره مې ولیدل. هغه چې اوس ۲۷ کلن دی، د ایتلاف ځواکونو سره یې له ځوانۍ راهیسې په کال ۲۰۰۱ کې چې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف ځواکونو طالبان له واکه را وپرځول، جګړه پیل کړې ده.

هغه غواړي چې په ټول افغانستان کې اسلامي قانون حاکم شي او وايي تر هغې به جګړې ته ادامه ورکړي چې امریکایان یې له هېواده وتلي نه وي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د تنګي دره له کابله یوازې ۹۷ کیلومتره واټن لري.

که څه هم ډېری افغانان د طالبانو له تاوتریخوالو ډکې کړنې نه خوښوي خو ولسوال بدري وايي چې دغه ډله "د خپلو نظریاتو تحمیلولو" ته اړتیا نه لري.

د هغه په وینا "خلک مسلمانان دي او اسلامي حکومت غواړي. لوېدیځ وال نه غواړي دلته اسلامي حکومت راشي. موږ هغه کسان وژنو چې د دې خاورې دښمنان وي".

د یو خبریال پر مخ ور خلاصول د تبلیغاتو یو فرصت دی او ولسوال بدري لېواله و چې تر خپلې ولکې لاندې سیمه نندارې ته وړاندې کړي.

زه یې د یوې غونډۍ سر ته بوتلم او د آپاچي پوځي اډې پاتې شونو چې یو مهال دلته امریکایان مېشت ول ته یې اشاره وکړه. دا اډه له دریو کلونو راهیسې په همدې حالت کې پرېښودل شوې ده.

هر هغه څه چې دلته پاتې وو د غنیمت په ډول وړل شوي دي. ولسوال بدري وايي "ان ازغن تارونه مو هدیرو، مدرسو او جوماتونو ته ورکړل".

د غونډۍ له سره یوه بله سیمه هم ښکارېده. هغه ځای چې امریکایانو ته په کې په یو برید کې هغه مهال تر ټولو ډېره مرګژوبله واوړېده چې طالبانو د امریکایی چینوک چورلکه را وغورځوله او د امریکا د سمندري ځواکونو د ۱۷ پوځیانو په ګډون په کې ۳۸ کسان ووژل شول.

له دې سره سره، د ملي اردو ویاند ظاهر عظیمي ما ته وویل چې ملي اردو د وردګو بشپړ کنترول په لاس کې لري.

خو د طالبانو جنګیالي ان د ورځې په رڼا کې په ازاده توګه د تنګي په دره کې تګ راتګ کوي.

ولسوال بدري وايي چې افغان پوځیان ځانونه په اسانۍ له ګواښ سره نه مخامخوي خو دا چې په زغره والو موټرو یو سمبال کاروان کې وي.

په سیمه کې د طالبانو کنترول د تنګي درې په مدرسو کې څرګند دی.

د امام ابو حنیفه مدرسه ۵۰ استازان او ۱۴۰۰ زده کونکي لري. د ریاضي او علومو مضامین هم لري خو طالبان غواړي چې د زده کونکو اصلي درس دیني وي.

د انځور حقوق BBC World Service

جالبه دا ده چې دغه مدرسه د افغانستان حکومت جوړه کړې او بودیجه یې تر ډېره د بریتانیا په ګډون له لویدېځه برابرېږي.

په مدرسه او ان په سیمه کې هېڅ نجلۍ نه لیدل کېږي.

طالبان وايي اوسمهال د نجونو د زده کړو دومره کلک مخالفت نه کوي. د مدرسې یو استاز محمد سالم مني چې په سیمه کې د نجونو لپاره یوه مدرسه هم نه شته او نه یې د جوړولو لپاره کوم پلان شته.

د طالبانو د حکومت پر مهال افغانستان کې خلکو ته د مذهبي محکمو له لورې سختې او بې رحمه سزاګانې ورکول کېدې.

د نا مشروع اړیکو پر سر د لاس او پښې پرېکول او د سنګسار سزا اوس هم د طالبانو تر ولکې لاندې په سیمو کې ورکول کېږي.

د تنګي په دره کې د ځمکې د لانجې پر سر یوه محکمه جوړه شوې وه او ولسوال بدري په یوازې ځان هم قاضي و او هم وکیل.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د طالبانو محکمه.

نوموړي وویل: "د خدای په فضل زموږ پرېکړې د کابل د سترې محکمې د پرېکړو په پرتله ډېرې چټکې وي. کله چې موږ پرېکړه کوو، هر څه خلاص وي. نوره نو اړتیا نه وي چې په بله لوړه محکمه کې اپیل وشي".

ولسوال بدري وايي چې "د شریعت او د اسلام د واکمنېدو لپاره طالبان ځانونه فدا کوي، له امریکایانو سره جنګېږي، شهیدانېږي او وینه تویوي".

دغه مهال یو ځوان هلک د یو کلاشینکوف سره لوبې کولې. پوښتنه مې وکړه چې دې کلاشینکوف سره څه کوې او هغه ډېر ساده ځواب راکړ: "سړی ولم". پلار یې په ډېر ویاړ زیاته کړه هیله من دی چې یوه ورځ یې زوی (یو واقعي مجاهد) شي.

ولسوال بدري د دغې سیمې تر تعقیب لاندې د کسانو د نوملړ په سر کې دی. هغه وايي د امریکا ځانګړو ځواکونو څو ځلې د ده د وژلو یا نیولو په موخه بریدونه وکړل او څو وارې ډرون الوتکو هم په نښه کړل.

دی وايي وروستی برید له ده نیم متر واټن درلود چې پایله کې یې ټپي او پر یو غوږ کوڼ شوی دی. "هر کله چې خپل تیلیفون روښانه کړم ډرون الوتکې برید کوي ځکه نو هڅه کوم چې کار ترې وا نخلم".

د انځور حقوق BBC World Service

د څلورو ورځو په اوږدو کې چې له طالبانو سره وم، اجازه مې درلوده چې له بېلا بېلو کسانو سره خبرې وکړم. ځینې یې له وړاندې ټاکل شوي وو او طالبانو زه تل له نږدې څارلم.

ځینو ځايي خلکو ویل د دایمي جګړې په وضعیت کې یو څه دمې ته خوشاله دي. خو نور بیا د خپلو نیوکو له څرګندولو ډارېدل.

یوه سړي چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي ما ته وویل: "موږ له دواړو لورو وېره لرو. هېڅوک حقیقت نه شي ویلی".

مخکې له دې چې له دغه ځایه ولاړ شم، طالبانو په ویاړ سره خپل جنګیالي زما په مخ کې په منظم ډول ودرول. ان دلته هم چې خلکو وسلې او توغندي لېږدول، مخونه یې د ډرون الوتکو د برید له ډاره پټ کړي وو.

د طالبانو نظامي مشر قومندان انتقام په ویاړ سره د تنګي په دره کې د امریکایي تکنالوژۍ لکه ګوګل ارت د کارولو په اړه خبرې کولې.

دغه قومندان چې سپورتي عینکې یې په سترګو وې او په انګلیسي ژبه روان غږېده وویل چې د تنګي ټوله دره د طالبانو په کنترول کې ده او بل هدف د کابل نیول دي.

د انځور حقوق BBC World Service

دې ورځو کې کابل یوې پوځي کلا ته ورته دی. د افغانستان پولیس له ۱۵۰ زره نه ډېر ځواکونه لري او د ملي اردو ځواکونه ۲۰۰ زرو ته رسېږي. ډېری ځواکونه د پلازمېنې دننه او بهر مېشت شوي دي.

د ملي اردو ویاند جنرال عظیمي وايي د طالبانو نظامي تګلارې په بشپړ ډول ماته خوړلې ده.

داسې ښکاري چې ښايي طالبان د ځینو ستراتېژیکو سیمو لکه د تنګي درې کنترول په لاس کې ولري خو پر کابل برید لا لرې خبره ده.

د سترو ښارونو له نیولو پرته طالبان نه شي کولی د افغانستان کنترول لاسته راوړي.

د ترهګریزو بریدونو سره د مبارزې لپاره روزل شوي د پولیسو د چټک غبرګون قطعې ډګروال میرویس تره کي وویل: "د طالبانو کمزورتیا دا ده چې د ماین، چاودنې او ځانمرګي بریدونو نه کار اخلي".

نوموړی وايي: "طالبان دومره ځواک نه لري چې زموږ د ځواکونو پر ضد یو بشپړ برید سمبال کړي".

د افغانستان نوي حکومت تېره میاشت د امریکا متحده ایالتو سره یو تړون لاسلیک کړ چې امریکا او بریتانیې ته په افغانستان کې د خپلو ځانګړو ځواکونو او نظامي روزونکو د ساتلو اجازه ورکوي.

خو بیا هم دا چې لوېدیځ له افغانستان سره خپلې مرستې کموي، دا خطر شته چې د دې هېواد لا نور وګړي د طالبانو تر کنترول لاندې ژوند ته اړ شي.

ورته مطالب