د سولې پر بهیر د حکومت مخالفو د نیولو او وژلو اغېز

د انځور حقوق NA
Image caption طالبانو هره پلا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د چورلټ وتلو خبره کړې

افغان امنیتي ځواکونه وايي، په وروستیو کې یې د القاعده او حقاني شبکې پر ضد خپل پوځي خوځښتونه ډېر کړي چې په پایله کې یې د دغو کړیو یو شمېر کسان نیولي او ځینې یې وژلي دي.

خو بل پلو طالبانو هم پر افغان او بهرنیو ځواکونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او دغلته یې د جګړې پر دوام ټینګار کړی دی.

پوښتنه دا ده چې د دغو بریدونو زیاتوالی په داسې حال کې چې د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي تړون هم لاسلیک شوی څه وړ اغیز پرې ایستی شي؟ محمود کوچی په خپل رپوټ کې لیکي:

د افغانستان استخباراتي اداره وايي، په تیرو دریو اونیو کې یې د القاعده شبکې یو وتلی قومندان وژلی او د حقاني شبکې دوه تنه لوړپوړی کسان یې ژوندي نیولي .

دا رنګه دغې ادارې ویلي، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د جندالله د څانګې مشر یې د افغانستان په شمال ختیځ ولایت کې وژلی دی .

د افغانستان د ملي امنیت ویاند حسیب صدیقي وايي، د دغو قومندانانو وژنه او نیونه د دوی لپاره ډیره اړینه ده او په وینا یې دا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې اصلي برخه ده.

دغې ادارې تیره ورځ هم ویلي و، د ننګرهار ولایت د نازیانو په ولسوالۍ کې یې د ابوالبرا الکویتي په نامه د القاعده شبکې یو وتلی قومندان هم وژلی و، چې ویل کېږي دغه قومندان د القاعده شبکې له مشر ایمن الظواهري سره نژدې اړیکی لرل.

دا رنګه ملي امنیت وايي، د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې یې ملا شمس الله چې په قاري زبیر هم مشهور و د دوه ساتونکو سره یې یو ځای په یوه هوايي برید کې وواژه.

د دې تر څنګ دغې ادارې د حقاني د زوی انس حقاني او ورسره د حافظ رشید په نامه د دغې شبکې د یو بل تن نیولو خبر هم ورکړی و .

په تیره شا وخوا یوه میاشت کې د ملی امنیت د ادارې دغه چټک پوځي خوځښتونو او د افغان دولت د مخالفینو وژلو او نیولو د خلکو تر منځ ډېرې پوښتنې راپورته کړېدي.

داسې اندېښنې هم راټوکېدلې چې په دغو هڅو سره به د سولې د څپ څپانده پیل شوي بهیر برخلیک به څنګه شي؟

د سیاسي چارو شنونکی او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یو تن چارواکی وحید مژده وايي، له هغه مهاله چې د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي تړون لاسلیک شوی نو په خبره یې له دې وروسته دواړو غاړو ته یواځینۍ لاره چې پاتې ده هغه د جګړې لاره ده.

نوی افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د خپل کار په لومړنیو ورځو کې هم ویلي و، چې د افغان ځواکونو او ولسي خلکو مرګ ژوبله ورته د منلو نه ده او د ولسي خلکو وژونکي به د قانون منګولو ته ورسوي.

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخیل هم وايي، په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو وروستي خوځښتونه د دې څرګندونه کوي، چې نور حکومت هم تر پوزې رسیدلی او غواړي د خپلو مخالفینو په وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.

افغان ولسمشر تر دې مهاله په وار، وار له طالبانو او د افغان حکومت له مخالفینو غوښتنه کړې، چې له جګړې دې لاس په سر او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

خو طالبانو هره پلا د جګړې پر دوام ټینګار کړی او له افغانستانه یې د بهرنیو ځواکونو د چورلټ وتلو خبره هم کړې.

د انځور حقوق AP
Image caption د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتی تړون له لاسلیکیدو وروسته د مخالفینو بریدونو زور اخیستی

د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتی تړون له لاسلیکیدو وروسته په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې د افغان حکومت د مخالفینو بریدونو هم زور اخیستی.

ورته مطالب