افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو اغېز

Image caption افغانستان کې د فیسبوک او ټویټر کاروونکي ډېر ځله د ملګرو د پیدا کولو او ساعت تېرۍ تر څنګ د خبر موندلو او یا خپرولو په لټه کې هم وي.

کابل کې یو شمېر مدني فعالان او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وايي اوس په افغانستان کې د فیسبوک او ټویټر کاروونکي ډېر شوي دي.

د دغو شبکو کارونکي چې ډېری یې ځوانان دي په کابل کې د درې ورځنۍ ناستې په پای کې وویل ټولنیزو رسنیو د ځوانانو په ځانګړې ډول د ښځو د وړتیا په لوړولو کې مرسته کړې ده.

د ولسي خبریالۍ او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزه د ټولنیزو شبکو د کاروونکو د درې ورځنۍ ناستې نورې موخې وې.

زموږ خبریال نعمت الله کریاب په خپل رپوټ کې لیکي:

افغانستان کې د مرخېړیو په څېر یوه راډیویي او تلویزوني ستن سر را پورته کوي او هره ورځ ېې شمېر په ډېرېدو دی.

داسې یو هېواد چې نږدې یوه لسیزه وړاندې په کې لومړنۍ تیلفوني ستن ودرول شوه خو لا ډېر وخت نه و تېر چې د مخابراتي شرکتونو خاوندان یو ګام نور هم مخ ته شول او انټرنیټي اسانتیاوې ېې برابرې کړې .

څو کلونه وړاندې افغانستان کې ډېرو انټرنیټ نه پېژاند خو اوس ېې دوه نیم میلیونه وګړي انټرنیټ ته لاس رسی لري.

په دې کې یو میلیون ېې فیسبوک کاروي او هره ورځ ېې شمېر نور هم زیاتېږي.

کابل کې د هېواد له بېلا بېلو سیمو انټرنیټ کاروونکي په دې موخه را ټول شوي وو چې د ټولنیزو رسنیو پر مټ د یو بل سره بلد شوي کسان نور هم سره وپېژني او د دغې شبکې پر اغېزمنې کارونې لاس بري شي.

د دغې غونډې یوې سمبالونکې راضیه معصومي وویل:

"موږ یو لړ داسې ورکشاپونه جوړ کړل چې د ټولنیزو رسنیو کارونې سم دود خلکو ته ور وښیو او همدارنګه د ټولنې د بېلا بېلو پوړیو په تېره بیا د هېواد د لوستو کسانو ترمنځ د شبکې جوړونې لپاره زمینه برابره کړو".

افغانستان کې د فیسبوک او ټویټر کاروونکي ډېر ځله د ملګرو د پیدا کولو او ساعت تېرۍ تر څنګ د خبر موندلو او یا خپرولو په لټه کې هم وي.

غونډې ته راغلي یوه خبریال رشاد هاشمي وویل:

"افغانستان کې اوسمهال د ټولنیزو رسنیو اغېز ډېر شوی. تاثیر یې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو تر ختمېدا وروسته ډېر احساس شو چې هر وګړي مجازي نړۍ ته سر ورښکاره کاوه او هره شېبه یې غوښتل پوه شي د فیسبوک، ټویټر او د انټرنېټ په نړۍ کې څه تېرېږي".

له خبر رسونکو رسنیو پرته افغان دولت او د هغوی وسلوال مخالفین هم په پرله پسې ډول له ټولنیزو رسنیو او انټرنیټ ګټه اخلي.

د یوې پېښې په تړاو د پولیسو چارواکي، طالبان او یا هم د دفاع وزارت همهاله پخپله ټویټر پاڼه مالومات ورکوي .

د دغه ډول ناستو چمتو کوونکي وايي هڅه یې دا ده چې ولسي خبریالي بنسټیزه بڼه غوره کړي او که کومه موضوع یا پېښه له یوې کورنۍ یا بهرنۍ رسنۍ پاتې کېږي، د فیسبوک، ټویټر او یا نورو ټولنیزو شبکو کاروونکي ېې نړیوالو ته ورسوي.

ورته مطالب