افغان ولسمشر د قاضي القضات استعفا ومنله

د انځور حقوق arg
Image caption ولسمشر اشرف غني احمدزي عبدالسلام عظیمي ته د هغه د خدمتونو په پلمه د غازي امان الله خان میډال هم ورکړی

د افغانستان د سترې محکمې سرپرست مشر او قاضي القضات عبدالسلام عظیمي استعفا ومنله.

د لړم پر لومړۍ له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي د ښاغلي عظیمي تېر کارونه وستایل چې په دې پلمه یې د غازي امان الله خان دولتي ميډال هم ورکړ.

د ښاغلي عظیمي د استعفا لپاره په ارګ کې مراسم جوړ شوي وو، چې د ولسمشر اشرف غني احمدزي او د ملي یووالي د حکومت ځینو نورو جګپوړو چارواکو پکې ګډون کړی و.

ښاغلي احمدزي وویل: '''د ویاړ ځای دی چې په هېواد کې د قانون د حاکمیت او عدالت د پلی کولو په برخه کې د پوهاند عبدالسلام عظیمي د خدمتونو ستاینه کوم''.

عبدالسلام عظیمي په وروستیو کې خپله استعفا ولسمشر ته وړاندې کړې وه.

د عبدالسلام عظیمي لنډ ژوندلیک

د سترې محکمې پخوانی مشر او مخکنی قاضي القضات عبدالسلام عظیمي په ۱۹۳۷ کال، د افغانستان لوېدیځ فراه ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې زیږېدلی، چې په ۱۹۴۴ کال یې ښوونځی پیل کړی دی.

نوموړي په کابل کې د پغمان علوم شرعیه مدرسې ته داخل شوی، چې د دیني علومو ترڅنګ یې عصري مظامین هم لوستي دي.

د انځور حقوق
Image caption عبدالسلام عظیمي پر پښتو او دري سربېره، په انګلیسي او عربي هم خبرې کولی شي، چې په څلورو واړو ژبو تالیفات هم لري.

نوموړی په ۱۹۵۹ کال د شرعیاتو پوهنځي ته شامل شوی، چې بیا وروسته پکې د مرستیال استاد په توګه وټاکل شو.

عظیمي په ۱۹۶۴ کال د مصر قاهرې الازهر پوهنتون کې د شرعیاتو او قانون ماسټرۍ ته داخل شوی، چې تر فراغت او کابل ته له ستنېدا وروسته د اتلسو میاشتو لپاره د امریکا جورج واشنګټن پوهنتون ته د مقارنو قوانینو د زده کړې لپاره تللی.

هغه کابل ته له ستنېدا وروسته په ۱۷۶ کال د پوهنتون علمي مرستیال ټاکل شوی، او په ۱۹۷۷ کال د کابل پوهنتون مشر او په ۱۹۷۸ کال د کمونیستانو تر کودتا ووسته د عدلیې وزارت د تقنین د ریاست سلاکار ټاکل شوی.

نوموړی په ۱۹۸۲ کال پاکستان او بیا په ۱۹۸۳ کال امریکا ته له خپلې کورنۍ سره کډوال شوی.

نوموړی په ۱۹۸۴ کال کویت کې د اسلامي فقهې د دایرة المعارف د ټولنې غړیتوب ترلاسه کړی.

پوهاند عظیمي له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان له عدلي او قضايي ارګانونو سره همکاري پیل کړې، چې بالاخره په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کې د نوي اساسي قانون جوړولو د کمېټې غړی شو.

هغه په ۲۰۰۴ کال په قانوني چارو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار او د عدلي او قضايي بورډ مشر شو، چې د ۲۰۰۶ په اګست میاشت کې د ولسمشر له خوا قاضي القضات وټاکل شو.

عبدالسلام عظیمي پر پښتو او دري سربېره، په انګلیسي او عربي هم خبرې کولی شي، چې په څلورو واړو ژبو تالیفات هم لري.

ورته مطالب