د سترې محکمې سرپرست معرفي شو

د انځور حقوق AP

افغان ولسمشراشرف غني احمدزي عبدالرشيد راشد د افغانستان سترې محکمې د سرپرست په توگه معرفي کړى دى.

دغه اعلان د پنجشنبې په ورځ ترهغه لږ وروسته وشو،چې د سترې محکمې پخواني ريس پوهاند عبدالسلام عظيمې له دې دندې استعفا وکړ.

د ښاغلي عظیمي د استعفا لپاره په ارګ کې مراسم جوړ شوي وو، چې د ولسمشر اشرف غني احمدزي او د ملي یووالي د حکومت ځینو نورو جګپوړو چارواکو په کې ګډون کړی و.

ښاغلي احمدزي وویل: '''د ویاړ ځای دی چې په هېواد کې د قانون د حاکمیت او عدالت د پلی کولو په برخه کې د پوهاند عبدالسلام عظیمي د خدمتونو ستاینه کوم''

ښاغلى راشد تر دې وړاندې د سترې محکمې د پوځي، کورني او بهرني امنيت د ديوان د مسوول په توگه دنده ترسره کوله.

هغه په ١٣٨٣ کال کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري د سترې محکمې د عالى شورا د غړي په توگه وپېژندل شو او د ولسي جرگې باور يې ترلاسه کړ.

ښاغلى راشد په ١٣٢٠ هجريز لمريز کال کې د بغلان په ولايت کې زېږېدلى او د کابل پوهنتون د شريعاتو په پوهنځي کې يې زده کړې کړي دي .

هغه د نورو زده کړو لپاره امريکا ته تللى او د جورج واشنگټن په پوهنتون کې يې لوړې زده کړې دي.

ښاغلى راشد د افغانستان د قضا په بېلابېلو څو کيو کې دنده ترسره کړې ده .

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ېوې مېاشتې دننه بايد د قضايي قوې مشر انتخاب شي .

ښاغلى راشد داسې مهال د دغې څوکۍ د سرپرست په توگه گومارل کېږي چې د افغانستان په قضايي اورگانونو کې د پراخ فساد د شتونه خبره کېږي او ولسمشر اشرف غني احمدزي ژمنه کړې چې په عدلي او قضايي اورگانونو کې به فساد ورک کړي.

ورته مطالب