نن د ولايتي شوراگانو د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلانېږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي نن شنبه ( د لړم عقرب ٣) به په رسمي توگه د ولايتي شوراگانو د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړي.

د ولايتي شوراگانو ټاکنې د ولسمشرۍ د لومړي پړاو له ټاکنو سره همهاله د وري حمل په ١٦ ترسره شوي.

د پايلو په اعلان کې شپږ مياشتنى ځنډ لامل د ولسمشرۍ ټاکنو پر سر ټوکېدلى جنجال بلل کېږي.

خو د ټاکنو کمېسيون وياند نورمحمد نور وايي وار دمخه د ټاکنو پايلې سيستم ته دننه شوي دي .

د افغانستان له ٣٤ ولايتونو ولايتي شورا گانو ټاکنو ته تر ٢٠٠٠ ډېرکسان درېدلي و چې له دوى څخه يوازې ٤٥٨ تنه يې ولايتي شوراگانو ته لارمومي .

د کمېسيون په وينا له دوى څخه شل سلنه يې ميرمنې دي چې شمير٩٦ ته رسېږي.

ولايتي شوراگانې د سيمه ييزو حکومتي ادارو او خلکو ترمنځ د اړيکو يوه وسيله گڼله کېږي اوبايد چې له سيمه ييزو چارواکو سره مرسته او همکاري وکړي .

خو په تېره کاري دوره کې په ډېرو ولايتونو کې د ولايتي شوراگانو او ولايتي چارواکو ترمنځ شخړې را پورته شوې او خلک ترې ناراضه و.

ولس ته کار

عبدالرحیم ثاقب لیکي د ولایتي شوراګانو پایلې دومره ځنډېدلي چې اوس یوازې کاندیدان ورته پام کوي او د ولس له ياده وتلې.

جلالي وايي ملي شورا څه وکړل چې ولایتي شوراګانې به یې وکړي؟ ځیني خو یې زه پيژنم چې په جعلي اسنادو یې ځانونه کاندید کړي دي.

روح الله توخي وايي چې په خپله کمېسیون سم نه وي نو غریب ولس به څه ووايي؟

طاهر سلام زوی وايي زموږ هیله دا ده چې دوی دې په هر ولایت کې له حکومت سره صادقانه کار وکړي او د مظلوم ولس ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي، نه دا چې خپل جیبونه ډک کړي.

ورته مطالب