د افغانستان بانک: د ډالرو بیه به راټیټه کړو

د انځور حقوق AFP
Image caption هر ډالر د افغانیو پر وړاندې څه باندې یوه افغانۍ ختلی دی

د افغانستان بانک وايي، هڅه کوي چې په راتلونکو دوو، دریو ورځو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه بېرته راټيټه کړي.

په تېرو ورځو کې د افغانیو بیه د هر ډالر پر وړاندې یوه افغانۍ پورته شوه، چې خلکو کې یې اندېښنې راوټوکولې، خو افغان صرافان وايي، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو اوسنی ارزښت لنډ مهاله او مصنوعي دی.

هغوی وايي، افغان حکومت ته په کار دي، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو بیې ته دې بنسټیزې لارې ولټول شي.

محمود کوچی له کابله خپل رپوټ کې وايي، چې د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۵ ماښام د کابل صرافۍ په مارکیټ کې د یوه ډالر بیه ۵۸ افغانۍ او لس پوله وه، چې په دې توګه هر ډالر د افغانیو پر وړاندې څه باندې یوه افغانۍ ختلی دی.

دې سره د خوراکي او سونګ توکو بیې هم پورته شوې، چې له امله یې د یو شمېر خلکو سره اندېښنې هم ډېرې شوې دي. د افغانستان بانک چارواکي وايي، چې په نړیوالو بازارونو کې هم د ډالرو بیه اوچته شوې او د دغه بانک د مشر نورالله دلاوري په وینا هڅه کوي چې د ډالرو بیه بېرته خپل پخواني حالت ته راستنه شي:

"د نورو نړیوالو اسعارو پر وړاندې هم د ډالر بیه پورته شوې ده، دا رنګه د یورو او پاونډو بیې هم ختلې دي، چې له همدې کبله پر افغانیو هم اغیز شوی، دغه راز د موسمونو بدلون او حکومتي لګښتونو هم اغیز کړی، موږ هڅه کوو، چې دوو، دریو ورځو کې ډالر بېرته پخوانۍ بیې ته راښکته کړو."

تر دې وړاندې ګڼو خلکو داسې انګېرله، چې د ټاکنیزو لانجو په ختمیدو او د نوي حکومت په جوړیدو سره به د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو بیه هم لوړه شي، خو په کابل کې د صرافانو ټولنه وايي، چې دلته د ټاکنیزو لانجو له امله پانګونه کمه شوې او ګڼو پانګه والو خپله پانګه له دغه هېواده ایستلې ده.

دوی وايي له همدې امله د افغانیو بیه د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې ټيټه شوې ده.

د دغې ټولنې غړی او د شهزاده سرای یو صراف محمد یوسف وايي، افغان حکومت ته په کار دي چې د افغانیو د ارزښت په اړه اوږدمهاله تګلارې جوړې کړي او په وینا یې لنډ مهاله او مصنوعي تګلارې نه شي کولای افغانۍ د نورو اسعارو سیاله کړي.

په افغانستان کې د ټولو وارداتي توکو پېر او پلور په ډالرو او کلدارو کېږي، خو د ژمي د سړو سیلیو په راالوتو سره چې د خوراکي او سونګ توکو بیې لوړیږي، له خلکو یې وار پار خطا کړی او له افغان حکومته یې غوښتنه دا ده چې پر بازارونو او مارکیټونو خپل څار زیات کړي.