فراه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو خونړۍ نښته

Image caption پېښه د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ کې رامنځته شوې

د فراه ولایت امنیې قومندان وايي، د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ خونړۍ نښته کې ۲۴ کسان وژل شوي دي.

محمد زراق واحدي، د افغانستان لوېدیځ کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده ته ویلي، چې دغه پېښه پرون رامنځته شوې، چې پایله کې یې د نوموړي په وینا پنځه ځايي پولیس او د افغان حکومت ۱۹ مخالفان وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا نښته د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې رامنځته شوې ده.

وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې دغه نښته کې یې د افغان امنیتي ځواکونو ۲۵ کسان وژلي، خو د فراه ولایت ځايي امنیتي چارواکو دغه ادعا رد کړې ده.

د ښاغلي واحدي په وینا، نښته هغه مهال پیل شوه، چې طالبانو سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړ او وايي د نښتې له پیله وروسته د پوځ او ملي پولیسو ځواکونه سیمې ته ولېږل شول.

تېرو څو ورځو مودې کې افغانستان د یو شمېر ناامنیو شاهد و.

تېره اونۍ د افغانستان شمال سرپل ولایت کې د وسله والو طالبانو یوه غلچکي برید کې د افغان امنیتي ځواکونو ۱۴ سرتېري ووژل شول، ۱۷ ټپیان شول او شپږ تنه نور یې د حکومت وسله والو مخالفانو یرغمل کړل.