ټاکنو کمېسیون د ولایتي شورا ګانو پایلې اعلان کړې

Image caption د ولايتي شوراگانو ټاکنې د ولسمشرۍ د لومړي پړاو له ټاکنو سره همهاله د وري په ١٦ نېټه ترسره شوې

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولایتي شورا ګانو وروستې پایلې له څو میاشتو ځنډ وروسته اعلان کړې.

ولايتي شورا گانو ته له ۲۷۰۰ ډېرکسان درېدلي وو، چې له دوى نه يوازې ٤٥٨ تنو يې ولايتي شوراگانو ته لارموندلې، چې شل سلنه یې مېرمنې دي.

د ټاکنو کمېسیون د دغو پایلو د ځنډیدو لوې لامل ولسمشرۍ ټاکنو پر سر ټوکېدلى جنجالونه په ګوته کوي.

زمزمه نیازۍ خپل رپوټ کې کاږي، له څو میاشتو انتظاره وروسته د ټاکنو کميسیون د ولایتي شوراګانو وروستې پایلې اعلان کړې.

د افغانستان له ۳۴ ولایتونو نه ولایتي شوراګانو ته له ۲۷۰۰ ډېرو کسانو ځانونه کاندید کړي وو چې ۳۰۸ تنه یې ښځینه وې.

د دغو نوماندانو له ډلې ۴۵۸ کسان بریالي شوي، چې شل سلنه یانې ۹۷ تنه یې میرمنې دي.

د ټاکنو کمېسیون مشر یوسف نورستاني وایې، د ولایتي شوراګانو لپاره د کارول شویو رایو له جملې نه شاوخوا اووه نیم لکه رایې باطلې شوې دي.

نوموړی وایې په دغو ټاکنو کې تر ټولو ډېرې رایې یونارینه نوماند تر لاسه کړي دي. له دغه اعلانه وروسته د بریالیو نوماندانو نوملړ د ټاکنو کمېسیون په ویبپاڼه کې خپور شوی.

د ولايتي شوراگانو ټاکنې د ولسمشرۍ د لومړي پړاو له ټاکنو سره همهاله د وري په ١٦ نېټه ترسره شوې، چې پایلې یې د ټاکنو د ترسره کېدو له نېټې باید یوه میاشت وروسته اعلان شوې وای، خو شاوخوا پنځه میاشتې وځنډیدې. د ټاکنو کمېسیون یې یواځینی لامل په ولسمشریزو ټاکنو کې ټوکېدلی کړکېچ یادوي.

ولايتي شوراگانې د سيمه ييزو حکومتي ادارو او خلکو ترمنځ د اړيکو يوه وسيله گڼله کېږي چې دنده یې له سيمه ييزو چارواکو سره مرسته او همکاري ښودل کېږي.

خو په تېره کاري دوره کې په ډېرو ولايتونو کې د ولايتي شوراگانو او ولايتي چارواکو ترمنځ شخړې را پورته شوې او خلک ترې ناراضه ښکاري.