افغانستان او ایران ترمنځ به د اورګاډي پټلۍ کار بشپړ شي

د انځور حقوق Arg
Image caption د دغې پروژې د یوې برخې لګښت د ایران په غاړه دی

د افغانستان د اور ګاډي پتلۍ د جوړولو اداره وايي، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د ایران او افغانستان تر منځ د اورګاډي پتلۍ بشپړه شي.

دغه پټلۍ چې د ایران د خواف نه بیا تر هراته غځول کېږي ۱۳۰ کیلو متره واټن لري، چې چارې یې په ۱۳۸۵ لمریز کال کې پیل شوې وې خو په وروستي پړاو کې د هرات ښار ته نژدې د دغې پټلۍ د غځیدلو چارې نیمګړې پاتې شوې.

د دغې پروژې د یوې برخې لګښت د ایران په غاړه دی.

د اورګاډي دغه پټلۍ د افغانستان په خاوره کې ایله تر ۱۳۵ کیلو مترو رسېږي.

خو د اورګاډي دغه پټلۍ چې افغانستان له ایران سره نښلوي د هرات په ولایت کې جوړیږي چې د یوې برخې مالي لګښت یې ایران پرې کوي.

د افغانستان د اورګاډي پټلۍ د ادارې مشر یما شمس وايي، دواړو خواو هوکړه کړې چې تر راتلونکو شپږو میاشتو به دغه پروژه بشپړه شي.

د ایران افغانستان تر منځ د اورګاډي د دغې پتلۍ تر څنګ د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان تر منځ هم د اورګاډي پټلۍ د غځولو پریکړه دوه کاله وړاندې شوې وه، چې ۸۵ کیلو متره یې د ترکمنستان په خاوره او تر درې سوو کیلو مترو په شاوخوا کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې جوړیږي.

د شیرخان بندر له لارې افغانستان د تاجکستان سره نښلوي چې په دې توګه افغانستان د اورګاډي د نړیوالې پټلۍ سره هم نښلول کېږي.

ورته مطالب