افغان حکومت: نړیوالو ملاتړو د مرستو ژمنه کړې

د انځور حقوق

افغان حکومت وايي چې نړیوالو ملاتړو یې د لګښتي بودیجې د کمښت په پوره کولو کې ورسره د مرستو ژمنه کړې.

تر دې وړاندې د مالیې وزارت ویلي و چې دمګړۍ ۵۳۷ میلیونو ډالرو ته بیړنۍ اړتیا لري چې د نړیوالو مرستو پرته یې پوره کول ناشونې برېښیدل.

افغانستان په روان مالي کال کې یوویشت ملیارده افغانۍ د بودیجې کسر لاره چې شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره کېږي.

د مالیې وزارت وايي، دغلته د ټاکنو د بهیر اوږدېدل، د کورنیو عواېدو کمښت او په بهرنیو مرستو کې ځنډ د دې لامل شو چې دغلته د بیا رغونې پروژې نیمګړې پاتې شي.

محمود کوچی په خپل رپوټ کې لیکي: افغان حکومت تمه لرله چې نړیوال ملاتړي به یې ژمنه شوې پیسې پخپل وخت دوی ته وسپاري، خو ټاکنیزې لانجې او تاوتریخوالی د دې لامل شو چې دغه مرستې د خنډ او ځنډ سره مامخ شي.

له نن نه شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې افغان حکومت د 537 میلیونو ډالرو د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه.

د مالیې وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني وايي، په بودیجه کې د 21 ملیارده افغانیو د کمښت له امله د بیا رغونې ډیرې پروژې نیمګړې پاتې شوې.

په افغانستان کې ټاکنیز کړکیچ، د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون نه لاسلیک کیدل، د ځینو ارزښتناکو قوانینو لکه د کانونو د قانون نه تصویبیدنه هغه لاملونه دي چې له دغه هیواد سره بهرنۍ مرستې هم وځنډیږي.

خو د مالیې وزارت وايي، چې سږنی کال بیا هم ځینو وزارتونو خپله پرمختیايي بودیجه په سمه توګه نه ده لګولې او په خبره یې چې شاوخوا دیرش سلنه برمختیايي بودیجه لګول شویده.

د افغان حکومت د وزارتونو او نورو بنسټونو کلنۍ لګښتي او پرمختیايي بودیجه ۷.۹ ملیارده ډالره ښودل شوې، چې له دې ډلې ۲.۳ ملیارده ډالره د کورنیو سرچینو او ۵.۱ ملیارده یې د بهرنیو مرستو نه تمویلیږي.

ورته مطالب