امریکا کې د افغان جګړې په اړه بې باوري

د انځور حقوق b
Image caption په افغانستان کې د امریکا ۱۳ کلنه جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جکړه ده

د بي بي سي یوه نظرپوښتنه ښيي، چې په امریکا کې تر نیمايي ډېر پوښتل شوي کسان پر افغانستان د امریکا جګړه بې ګټې بولي.

امریکایان د افغانستان د هغې جګړې په اړه سره وېشل شوي، چې څه باندې لس کاله مخکې د امریکا په مشرۍ پر افغانستان کې پیل شوه.

تر نیمايي کمو پوښتل شویو کسانو ویلي، چې د افغانستان جګړه د امریکا لپاره ګټوره وه.

دوه پر درې پوښتل شویو کسانو دغه جګړه ځکه بې ګټې بللې ده، چې په وینا یې افغان دولت ددې توان ونه موند چې د نورو له همکارۍ پرته د خپلو وګړو ساتنه وکړي او ښه حکومتولي رامنځ ته کړي.

خو ښکاري چې د بریتانویانو په پرتله امریکایان ډېر هیله من ښکاري.

په پام کې ده، چې پر راتلونکې یکشنبې له افغانستان نه د بریتانوي ځواکونو وروستۍ جوپه ووځي.

په بریتانیا کې یوې ورته نظرپوښتنې ښودلې ده، چې یوازې ۲۴ سلنه پوښتل شویو کسانو ویلي، افغانستان ته د بریتانوي ځواکونو په استولو سره د وګړو وضعیت ښه شوی دی.

په افغانستان کې د امریکا ۱۳ کلنه جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده وه، خو نن یوازې ۲۸ سلنه پوښتل شوي وايي، چې امریکا د جګړې په پای کې خوندي شوې ده.

د بي بي سي په نظرپوښتنه کې راغلي، جمهوریت غوښتونکي تر دیموکراتانو ډېر په افغانستان کې مداخلې ته لېواله وو.

جمهوریت غوښتونکي اوس احتمالاً وايي چې افغان ځواکونه د امریکا له نورې همکارۍ پرته خپل هېواد ساتلی شي. خو د افغانستان د جګړې په تړاو د امریکایانو په پرتله بریتانویان ډېر منفي نظر لري.

یوازې ۱۴ سلنه پوښتل شویو بریتانویانو ویلي، نړیوالې مداخلې اروپايي ولسونه خوندي کړي دي.

د انځور حقوق b
Image caption یوازې ۱۴ سلنه پوښتل شویو بریتانویانو ویلي، نړیوالې مداخلې اروپايي ولسونه خوندي کړي دي

له دوه پر درو ډېرو پوښتل شویو ویلي، د بریتانیا مداخله ګټوره نه وه.

په داسې حال کې چې امریکا د روان کال ترپایه په افغانستان کې خپل جګړه ییز ماموریت پای ته رسوي، اټکل دی، چې شاوخوا ۹۸۰۰ سرتېري به هلته د افغان ځواکونو د روزنې او د اورپکو د ځپلو لپاره پاتې شي.

په هلمند کې د بریتانوي ځواکونو د باسټین پوځي اډلې په تړل کېدا سره یوازې کابل کې محدود شمېر بریتانوي روزونکي پوځيان پاتې کېږي.

ورته مطالب