سترې محکمې په مشرتابه کې د ښځو د برخې ژمنه وشوه

د انځور حقوق Arg
Image caption افغانستان او چین ترمنځ په سیاسي او اقتصادي برخه کې د همکاریو څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي چین ته د خپل سفر په دویمه ورځ په شینهوا پوهنتون کې وینا وکړه ښاغلي احمدزي وویل، ده ژمنه کړې وه چې په ستره محکمه کې به یوه ښځه هم دنده ترسره کړي او پر خپلې دې ژمنې ولاړ دی. هغه وویل، هڅه به وکړي چې په ټولو برخو کې ښځو ته د فعالیت زمینه برابره کړي:"ما ژمنه کړې وه چې یوه ښځه به په قضا کې کار وکړي زه پر خپلې دې ژمنې ولاړ یم. دغه راز زه به په بیلابیلو برخو کې د ښځو د فعالیت زمینه برابره کړم. د قانون رول ډیر پیچلی نه دی خو یوه ستره ننګونه ده. زه هیله لرم چې په دې پنځو کلونو کې په بشپړه توګه د اساسي قانون د پلي کوونکي په توګه وپيژندل شم".

افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي چین ته په خپل لومړي څلور ورځني رسمي سفر کې دواړو خوا په سیاسي او اقتصادي برخه کې د همکاریو څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې دغه هوکړه لیکونه دچین له ولسمشر شي جین پینګ سره د ښاغلي احمدزي له لیدلو وروسته لاسلیک شول.

د ولسمشر ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې دواړو ولسمشرانو په دغه لیدنه کې په' سیاسي، امنیتي، له ترهګرۍ او بنسټ پالنې سره د مبارزې، اقتصادي، سوداګرۍ، فرهنګي، زده کړې، سیمه ییز او نړیوالو مسایلو په برخو کې د اړیکو په پراخوالي' خبرې وکړي.

په دغو هوکړه لیکونو کې د دواړو هیوادونو د سیاسي پاسپورټونو د لرونکو لپاره د ویزې د اړتیا نشتوالی، د چین له خوا افغانستان سره بشري مرستې، د فني او اقتصادي مرستو پراخوالی، د افغانستان د سوداګریزو خونو او د چین د صنعت او سودا ګرۍ فدراسیون ترمنځ د اړیکو پراختیا په کې شامل دي.

سر بیره پر دې د چین ولسمشر جین پینګ په دغه لیدنه کې د روان زیږدیز کال تر پایه د ۵۰۰ میلیونو یوان مرستې وعده کړې او ویلي دي چې په راتلونکو کلونو کې به دغه مرسته تر یونیم میلیارد یوان ته لوړه شي.

هغه دغه راز ویلي، په راتلونکو پنځو کلونو کې به افغانستان ته ۵۰۰ تحصیلي بورسونه ورکړي او په راتلونکو پینځو کلونو کې به درې زره افغانان په مسلکي برخو کې وروزي.

د انځور حقوق g
Image caption د چین ولسمشر جین پینګ په دغه لیدنه کې د روان زیږدیز کال تر پایه د ۵۰۰ میلیونو یوان مرستې وعده کړې

افغانستان او چین په بیلابیلو برخو په تیره اقتصادي برخو کې پراخې اړیکي لري، چین د افغانستان د مسو په تر ټولو لوی کان عینک کې پانګونه کړې او په شمال کې د نفتو په استخراج او د لویو لارو په جوړولو کې یې هم لویې پانګونې کړي دي.

د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر، د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ضرار احمد عثمانی، د ولسمشر اقتصادي سلاکار عمر زاخیلوال، د دفاع وزارت سرپرست وزیر بسم الله محمدي او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر شاکر کارګر له ښاغلي غني سره په دغه سفر کې ملتیا کوي.

ورته مطالب