کونړ والي وايي ''امنیتي ځواکونه قاچاقو کې لاس لري''

د انځور حقوق b
Image caption والي مخکې هم درې داسې کسان نیولي وو، چې د ولسمشر اشرف غني جعلي لاسلیک یې کړی و

د کونړ سرپرست والي تېره شپه پخپله یوه لارۍ کې قاچاقي چار تراش نیولي.

والي وايي، امنیتي ځواکونه په قاچاقو کې لاس لري او له همدې امله د کونړ پاتې ځنګلونه د ورکېدو له خطر سره مخامخ دي.

ویل کېږي لرګي او چار تراش د کونړ د یو شمېر دولتي کسانو د پیسو پیدا کولو ښه سرچینه ده.

والي مخکې هم درې داسې کسان نیولي وو، چې د ولسمشر اشرف غني جعلي لاسلیک یې کړی و او غوښتل یې په همدې نوم چار تراش یوسي.

نعمت الله کریاب پرې له اسد اباده پخپل رپورټ کې لیکي: ددومره ډېرو پولیسو په شتوالي کې خپله په قاچاقو پسې د والي وتل حیرانونکې ده.

د کونړ سرپرست والي شجاع الملک جلاله وايي نور يې پر پولیسو باور بایللی،نو اړ دی، چې د قاجاق وړونکو مخې ته پخپله وروځي.

تېره شپه والي یوه لارۍ چار تراش هله ونیول، چې خپل ساتونکي يې په امبولانس کې پسې ولېږل چې څوک ونه پوهېږي.

والي جلاله وايي پولیس ددې پر ځاي چې د قاچاقو مخه ونیسي، د قاچاق وړونکو سره لار لري، نوموړی وايي له دې وروسته اړ دی چې له ځوانانو مرسته وغواړي او د فساد په مخنیوي کې يې ملاتړ وکړي.

خبریالانو ته د خبرو پر وخت د کونړ له والي سره د هغه پولیسو مشر چې دی يې په قاچاقو کې ښکېل بولي، هم ولاړ وو.

مل پاسوال عبد الحبیب سیدخیل وايي په قاچاقو کې د ککړو پولیسو ننګه نه کوي او هغه پولیس به وپوښتي چې په دندو کې ناغیړي کوي او یا د قاچاق کونکو سره لاس لري.

د قومندان سیدخیل خبرې خلکو ته له خبرو پرته بل څه نه ښکاري، هغوي وايي که پولیس وغواړي د قاچاقو مخه نیولی شي خو نه ېې نیسي، ځکه د لرګیو کاروبار په لویه لار په لویو لاریو کي کېږي.

د انځور حقوق b
Image caption په دې وروستیو کې په کونړ کې د چار تراشو قاچاق په یو کار وبار اوښتی

په دې وروستیو کې په کونړ کې د چار تراشو قاچاق په یو کار وبار اوښتی، څو ورځې وړاندې د کونړ والي ان د ځینو وکیلانو نومونه اخیستي وو، چې ګني د لرګیو په ناقانونه وړلو کې لاس لري.

ځینو د افغانستان په یوشمېر سیمو کې د مدرسو او جوماتونو د جوړولو په نوم د ولسمشرۍ له دفتره حکمونه ترلاسه شوي او بیا يې همدغه اسناد په لسګونه زره ډالر پلورلي.

اندېښنه دا ده چې که د لرګیو قاچاق په همدې کچه روان وي، د کونړ پاتې ځنګلونه به هم پر بېدیا بدل شي.

ویل کېږي د ځنګلونو د وهلو له درکه د حکومت مخالفینو ته هم ډېر څه په لاس ورځي، ځکه ځنګلې د هغوی تر ولکې لاندې سیمو کې وهل کېږي.

ورته مطالب