''چین د افغانستان زیر بناء جوړولو ته لیوال دی''

د انځور حقوق Reuters
Image caption ولسمشر غني چین ته په خپل لومړي څلور ورځني رسمي سفر کې دواړو خوا په سیاسي او اقتصادي برخه کې د همکاریو څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

چین غواړي د افغانستان په زیربناء جوړولو کې برخه واخلي. د چین لومړي وزیر لي کې چیانګ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې د افغانستان زیر بناء جوړولو ته لیواله دی او غواړي چې په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ، لویو لارو ، د اوبو سرچینو په خوندي ساتلو او د برېښنا په تولید کې پانګونه وکړي.

د چین د شینهوا رسمي دولتي خبري اژانس د رپوټ له مخې د چین لومړي وزیر ښاغلي احمدزي ته ویلي چې هېواد یې چمتو دی چې له نړیوالې ټولنې سره اوږه په اوږه په افغانستان کې د سولې ټینګښت او اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.

په رپوټ کې راغلي افغان ولسمشر په افغانستان کې د چین پانګونې هر کلی کړی او ژمنه یې کړې چې افغان حکومت به د چینايي پانګوالو د امنیت خوندي ساتلو او هغوی ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخو ته ډېر پام وکړي.

تمه ده سبا چین ته د اشرف غني د سفر په څلورمه او وروستۍ ورځ د چین لومړی وزیر او ښاغلی غني د افغانستان په اړه په یوه غونډه کې برخه واخلي.

دغه غونډه د استانبول د غونډو په لړ کې څلورمه ده چې ' افغانستان د آسیا زړه ' نوم ورکړل شوی دی.

ولسمشر غني چین ته په خپل لومړي څلور ورځني رسمي سفر کې دواړو خوا په سیاسي او اقتصادي برخه کې د همکاریو څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې دغه هوکړه لیکونه دچین له ولسمشر شي جین پینګ سره د ښاغلي احمدزي له لیدلو وروسته لاسلیک شول.

سر بیره پر دې د چین ولسمشر جین پینګ په دغه لیدنه کې د روان زیږدیز کال تر پایه د ۵۰۰ میلیونو یوان مرستې وعده کړې او ویلي دي چې په راتلونکو کلونو کې به دغه مرسته تر یونیم میلیارد یوان ته لوړه شي. هغه دغه راز ویلي، په راتلونکو پنځو کلونو کې به افغانستان ته ۵۰۰ تحصیلي بورسونه ورکړي او په راتلونکو پینځو کلونو کې به درې زره افغانان په مسلکي برخو کې وروزي.