هند او افغانستان کابل کې ګډ نندارتون جوړوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption افغانستان له هنده د ۱۴۷ ملیونه ډالرو په ارزښت واردات لري

تمه ده د یکشنبې په ورځ ( نومبر دویمه) په کابل کې د هند او افغانستان ګډ نندارتون پرانستل شي.

په دغه نندارتون کې چې هند په کې ډېره ونډه لري په هند او افغانستان کې تولید شوي توکي نندارې ته وړاندې کېږي.

چارواکي وايي د دغه نندارتون له لارې هڅه کېږي چې افغان او هندي پانګه وال د ګډو ممکنه پانګونو په اړه خبرې وکړي او خپلې تجربې شریکې کړي.

له کابله سمیع الله موسی زي په خپل رپوټ کې کاږي، چې دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د هندي او افغاني تولیداتو ګډ نندارتون جوړیږي.

د هند تولید کوونکي به خپل توکي په ۲۲ غرفو او افغان تولیدوونکي کې به په ۱۵ غرفو کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونۍ د عامل پلاوي مرستیال عبد القدیر بهمن وايي په دغه نندارتون کې به هندي تولیدوونکي خوراکي توکي، درمل او داسې نور نندارې ته وړاندې کړي او د افغان تولیدوونکو عمده توکي به لاسي صنایع او وچه میوه وي.

ښاغلی بهمن زیاتوي چې د دغه درې ورځني نندارتون په ترڅ کې به هندي او افغان سوداګر وکولی شي په خپلو منځونو کې اړیکې ټینګې او د ګډو ممکنو پانګونو په اړه سلا مشورې وکړي.

هند چې له افغانستان سره د لویو مرسته کونکو هېوادونو په ډله کې هم راځي، د افغانستان د صادراتو لپاره ښه مارکیټ بلل کېږي، خو ترانزیټي ستونزو د دواړو هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه تر ډېره حده اغیزمنه کړې ده.

په پاکستان کې واهګه بندر د هند او افغانستان ترمنځ د راکړې ورکړې تر ټولو اسانه لار ده، خو افغان سوداګر وايي پاکستان په دې برخه کې خنډونه جوړوي او نه غواړي چې د افغانستان او د پاکستان د سیال هېواد هند ترمنځ سوداګریزې اړیکې وغوړیږي.

د همدې لپاره په ایران کې پر چابهار بندر، هند پانګونه وکړه چې وکولی شي له افغانستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي، خو افغان سوداګر وايي په دغه بندر کې لا هم لازمې اسانتیاوې نه دې برابرې شوي.

د افغانستان د سوداګرې خونې د معلوماتو له مخې افغانستان له هنده د ۱۴۷ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات لري او د ۱۰۲ میلیونه ډالرو په ارزښت دغه هېواد ته صادارت لري.