هلمند کې د کوکنارو پر ځای د ریحان ګل کر

د انځور حقوق
Image caption د رسمي شمېرو له مخې د نړۍ لويه برخه کوکنار د هلمند په ګډون د افغانستان په څلورو سويلي ولايتونو کې کرل کېږي

د افغانستان په سويل کې د هلمند بزګرانو په وروستيو کې د ريحان ګل کر ته مخه کړې ده.

د هلمند چارواکي وايي که مرکزي حکومت په دې برخه کې پانګونه وکړي، کېدای شي د وخت په تېرېدو ريحان د کوکنارو ځای ونيسي.

د رسمي شمېرو له مخې د نړۍ لويه برخه کوکنار د هلمند په ګډون د افغانستان په څلورو سويلي ولايتونو کې کرل کېږي.

د ريحان له ښه بوی لرونکي ګل نه د افغانستان په يو شمېر سيمو کې د کورونو د ښکلا او په کورنيو درملو کې ګټه اخيستل کېږي.

په وروستيو کې دغه ګل د هلمند بزګرو ترمنځ د کوکنارو د بديل کښت په توګه معرفي شوی.

هغو ځایي بزګرو چې پر خپلو ځمکو یې کوکنار کرلي وايي که فصلونو ته يې اوبه ورسېږي نو د کوکنارو کښت ته اړتيا نه لري.

د هلمند چارواکي وايي که ريحان ګل ته د مارکېټ موندلو هڅه وشي دا کولای شي د کوکنارو د کښت کچه تر ډېره بريده را وغورځوي.

دوی وايي د ريحان ترڅنګ په هلمند کې د لمر پرست ګل او کونځلو کښتونو هم ښه پايله ورکړې ده.

د دغه ولایت د کرنې مشر روح الله روان وايي د کوکنارو فصل په نژدې کېدو يې هڅه دا ده چې کروندګر قانع کړي د کوکنارو پر ځای ريحان وکري.

د ملګرو ملتو د راپور له مخې د نړۍ ۹۰ سلنه کوکنار په افغانستان کې کرل کېږي، چې لويه برخه يې په هلمند، ارزګان، فراه او کندهار کې دي.

په افغانستان کې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې ميلياردونه ډالر لګېدلي، خو لا هم افغانستان په نړۍ کې لومړی ځای لري.

ورته مطالب