غني:شپږو میاشتو کې د زیر بنا جوړولو پلان بشپړیږي

د انځور حقوق AP
Image caption موږ هیله لرو چې چین، هند او پاکستان په افغانستان کې په پرمختیايی برخه کې ګډ کار وکړي محمد اشرف غني

افغان ولسمشر وايي په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د افغانستان د زیر بنا جوړولو پلان بشپړ شي او د یوې کلنې پرمختیايي بودیجې پر ځای به د درې کلنې پرمختیايی بودیجې وړاندیز وکړي.

ښاغلی اشرف غنی چې تازه له چینه راستون شوی وايي، چین ، هند او پاکستان د افغانستان په پرمختیايي چارو کې مرسته کوي او افغانستان به د سمیې د هېوادونو ترمنځ د وصل د یوې سیمې په توګه رول ولوبوي.

له کابله سمیع الله موسی زي په خپل رپوټ کې کاږي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې په یوې خبرې غونډه کې چین ته د خپل څلور ورځني سفر په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي اشرف غني په دغې خبرې غونډه کې د چین د هغو ژمنو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل، چې دغه هېواد د افغانستان د بیارغاونې او پرمختګ په برخه کې کړې دي. هغه وویل شاوخوا څلور زره افغان سوداګر په چین کې فعالیت کوي او چین به هم په افغانستان کې د سلګونه میلیونه ډالرو پانګونه وکړي.

د دغه سفر پرمهال د وریښمو لارې بیارغاول او د افغانستان په اقتصادي وده کې د چین اوږدمهال همکاري له مهمو ژمنو څخه دي.

افغان ولسمشر وايي د سیمې او نورو هېوادونو له تجربو په ګټه اخیستو به افغانستان کې د زیر بنا جوړولو پر یوه پلان کار پيلېږي چې وايي، ټول افغانان له پرمختیایي ښیګڼو په یو شان برخمن شي:

' زموږ تر ټولو مهم کار به داوي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د افغانستان د زیربنا ملي پلان جوړ کړو چې ټول افغانان پوه شي، چې د زیربنايي پروژو پرمختګ به څه ډول په عادلانه او متوازنه توګه عیار شي. هیله ده چې له ملي شورا سره د پراختیايي بودیجې په اړه توافق ته ورسیږو چې د یو کال پر ځای د درې کالونو لپاره جوړه شي، چې خلک منځنۍ او لویې پروژې په عمل کې وویني.'

محمد اشرف غني په اسیا کې د افغانستان د موقعیت د ارزښت یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان د سیمې په کچه د لویو اقتصادي پروژو په پلي کولو کې ستر رول لوبولی شي:

' هغه نوښت چې چین کړی او په نوي ډیلي کې اعلان شو چې له مخې به یې چین د سویلې اسیا هېوادونو سره شل میلیارده ډالره مرسته کوي، موږ هیله لرو چې چین، هند او پاکستان په افغانستان کې په پرمختیايی برخه کې ګډ کار وکړي او وکولی شو چې صنعتي او تکنالوژي پارکونه په ګډه جوړ کړو، په دې سره به افغانستان پرمختګ وکړي او نارینه او ښځینه افغانانو ته به د کار زمینه برابره شي.'

که څه هم نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان په اسیا کې د پانګونې د شرایطو له پلوه نامناسب هېواد دی خو افغان ولسمشر وايي ټینګه اراده لري چې په عدلي او قضايي سیستم کې د اصلاحاتو په راوستلو سره به په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شي.