ننګرهار کې د وسلوالو پر ضد ځانګړي عملیات

د انځور حقوق MoD
Image caption د افغان او پاکستاني طالبانو پرضد دغه عملیات په چپرهار ولسوالۍ کې شوي

د افغانستان امنیتي چارواکو ویلي، په ختیځ ننګرهار ولایت کې د وسلوالو پر ضد د ځانګرو عملیاتو په لړ کې پنځه وسلوال وژل شوي او لسګونه نور یې نیولي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي ویلي، دغه عملیات د افغان پوځ او پولیس په ګډه همکارۍ پیل شوي.

د ننګرهار د پولیسو مشر وايي، د افغان او پاکستاني طالبانو پرضد دغه عملیات په چپرهار ولسوالۍ کې شوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي وايي، د ملي اردو په مشرۍ او د پولیسو په همکارۍ دغه عملیات اورپکو ته یو لوی ګوزار دی.

د ننګرهار امنیې قومندان فضل احمد شېرزاد بي بي سي ته ویلي، چې دغه عملیات تېره شپه د افغان پوځ او پولیسو له خوا د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې پیل شوي.

د نوموړي په وینا په دغه عملیاتو کې د وسلوالو پنځه لوړپوړي غړي وژل شوي او سل تنه نور طالبانو سره د همکارۍ په تور نیول شوي.

ښاغلي شېرزاد زیاته کړه چې له نیول شویو کسانو څخه پوښتنې ګروېږنې پیل شوي او په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به په ډاګه شي چې له دوی یې څو کسه د طالبانو غړي دي.

که څه هم نوموړي تر دې دمه په نیول شویو کې د مهمو وسله والو یا د هغوی د قومندانانو د نیولو کېدو خبره نه ده کړې، خو وايي د وخت په تېرېدو به د نیول شویو اهمیت هم په ډاګه شي.

جنرال شیرزاد وايي، چپرهار ولسوالۍ کې نیول شوي کسان سیمه ییز طالبان، د ننګرهار او کونړ ولایتونو د نورو سیمو وسله وال او آن پاکستاني طالبان هم دي.

دوه ورځې مخکې د دفاع وزارت وویل، چې پکتیا، کندوز، خوست، کندهار، زابل، اروزګان، هلمند، بدخشان او همدارنګه د کابل ـ ننګرهار پر لویو لارو یې د پوځ په مشرۍ یوولس عملیات پیل کړي دي.

د دفاع وزارت وايي، دا ډول عملیات د هېواد د امنیت په ټینګښت کې مهم رول لوبولی شي.

واک ته د نوي ولسمشر محمد اشرف غني تر رسېدا وروسته، وسله والو طالبانو خپل عملیات ډېر کړي، چې په غبرګون کې یې افغان امنیتي ځواکونو هم د مخالفینو د ځپلو لپاره چاڼیز عملیات پراخه کړي دي.

ورته مطالب